دوستم: که طالبانو سره د نړۍ او ګاونډ ګوزاره ونه شوه، پر ضد یې ګام اخلو
د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا په نوم د طالبانو د حکومت د مخالفانو یو مشر عبدالرشید دوستم وايي، هر کله چې نړیواله ټولنه او د افغانستان ګاونډیان دې نتیجې ته ورسیدل چې له طالبانو سره یې ګوزاره نه کیږي، هغه مهال به د مقاومت شورا د طالبانو پر ضد اقدام وکړي.
ښاغلي دوستم پرون (پنجشنبې) د افغانستان د ژغورنې د شورا په انلاین غونډه کې وویل چې طالبان له زوره پرته د نړیوالې ټولنې هیڅ وړاندیز نه مني.
ده په عین حال کې وویل، چې خلک له طالبانو په تنګ شوي او یوه مشر ته اړتیا لري.
د افغانستان د ژغورنې شورا مشرانو، چې له هیواده بهر اوسي، د جمهوري نظام د پرزېدو د دوهم کال په مناسبت په انلاین غونډه کې نظرونه څرګند کړل.