برېتانیا: درېیمه برخه نوي ماشومان له غیر برېتانوي میندو زېږیدلي
![برېتانیا: درېیمه برخه نوي ماشومان له غیر برېتانوي میندو زېږیدلي](https://gdb.rferl.org/006c0000-0aff-0242-c21d-08db09e59a88_w800_h450.jpg)
د برېتانیا په انګلنډ یا انګلیستان او ویلز ایالتونو کې تېر کال د زېږېدلیو ماشومانو په درو کې د دوو برخو میندې هغه ښځې وې، چې له نورو هیوادونو یې بریتانیا ته مهاجرت کړی دی.
مېل ورځپاڼې پرون (پنجشنبې) د بریتانیا د ملي احصایې د معلوماتو پر اساس وویل، چې په ویلز او انګلنډ کې ۴ لکه ۲۲ زره ۹ ماشومان زېږېدلي چې د هغو په منځ کې د څه باندې دېرش سلنه میندې هغه ښځې دي چې له نورو هیوادونو بریتانیا ته کډوالې شوي.
تر ټولو ډېر ماشومان د هندي، پاکستاني او رومانیايي میندو دي خو افغان میندې هم په لسو لومړیو بهرنیو میندو کې شاملیږي چې ډېر ماشومان یې زېږولي دي.
په وروستیو دوو کلونو کې بریتانیا ته د افغانانو مهاجرت په بې ساري ډول زیات شوی دی.