مسکو یو روسي الاصله امریکایي د جاسوسۍ په تور نیولی
د روسیې خبري اژانسونو د راپور له مخې، د مسکو محکمې یو روسي الاصله امریکايي تبعه د جاسوسۍ په تور نیولی دی.
د پنجشنبې په ورځ، د روسیې خبري اژانسونو دا دوه ګوني تبعه یوګیني سپیکټر معرفي کړی، مګر د هغې په وړاندې د تورونو په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.
د سي ان ان د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له ویلان نومي یو بل امریکايي سره چې په روسیه کې بندي دی خبرې وکړې، او هغه ته یې ډاډ ورکړ چې متحده ایالات به ژر تر ژره هغه کور ته راولي.
امریکا په روسیه کې د امریکايي اتباعو نیول ناسم بولي او وايي چې د دوی پر ضد دوسیې سیاسي انګېزه لري او د هغوی د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.