هندوستان او ایرلینډ د درې شل اوریزو سیالیو لړۍ پیلوي
ټاکل شوې، چې نن د هندوستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پیل شي.
د دې سیالیو کوربتوب ایرلینډ کوي او درې واړه سیالۍ به په ډوبلین کې ترسره شي.
هند دې لوبلړۍ ته د چټک توپ اچونکي جسپریت بومرا په لوبډلمشرۍ تر ډېره ځوانه لوبډله رالېږلې ده.
د یاد هېواد په نوملړ کې د ویرات کولي، روحیت شرما او رویندر جدیجا په څېر پیاوړي لوبغاړي نه دي اخستل شوي.
د دې لوبلړۍ لپاره د هند لوبډلمشر ښاغلی بومرا تر اوږده ځنډ وروسته راستون شوی دی، هغه د ټپونو له امله دا ډېر وخت په ارام کې و.
د ویلو ده، چې دا سیالۍ به د ایرلینډ په وخت تر ماسپښین وروسته ۳:۰۰ بجې پیل شي.