د یو شمېر افغان لوبغاړو په ګډون د کربین لیګ سیالۍ پیل شوې
د ویسټ اینډیز د سوداګریزو شل اوریزو سیالیو لسم پړاو د یو شمېر افغان لوبغاړو په ګډون پیل شو.
دغه سيالۍ د جولای په ۱۷مه نېټه، د جمیکا تلواز او سنټ لوشیا کینګز لوبډلو په سیالۍ سره پيل شوې چې لومړنۍ سیالي جمیکا وګټله.
د کربین لیګ په بیلابیلو لوبډلو کې ۵ افغان لوبغاړي اخستل شوي دي، چې تر دې دمه یوازې قیس احمد خپلې لوبډلې ته لوبیدلی او په ۴ اورونو کې یې د ۳۲ منډو په ورکولو سره ۲ لوبغاړي وسوځول، خو لوبډلې یې سیالي وبایلله.
رحمن الله ګربز او نور احمد لکڼوال، چې د ګایانا امازون او ټراینباګو نایټ رایډرز لوبډلو لپاره لوبه کوي له پاکستان سره د افغانستان تر لوبلړۍ وروسته به دې سیالیو ته راستانه شي.
دغه راز ، په دې سیالیو کې به نوین الحق او اظهارالحق نوید هم بیلابیلو لوبډلو ته سیالۍ ترسره کړي.
د ویلو ده ، چې دا لیګ به د سپټمبر میاشتې تر ۲۵مې نیټې پورې دوام وکړي.