د کندهار اوسېدونکې رڼا: له ښوونځي محرومیت هم نهیلې کړې نه یم
۱۳ کلنه رڼا په دې هیله هره ورځ کور کې د ښوونځي درسونه تکراروي، چې له لومړنیو ښوونځيو پورته د نجونو ښوونځي به هم یوه ورځ پرانېستل شي. نږدې ۷۰۰ ورځې کیږي، چې طالبانو د نجونو نور ښوونځي تړلي او نه ده معلومه، چې کله به نجونې دا حق بیرته ترلاسه کړي؟