Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2023

د بشري حقونو د څار سازمان: افغان ښځو سره تاوتریخوالی زیات شوی؛ مېرمن مبارز: طالبان شکایت کوونکې ښځې بې پوښتنې بندیانوي

0
د بشري حقونو د څار سازمان: افغان ښځو سره تاوتریخوالی زیات شوی؛ مېرمن مبارز: طالبان شکایت کوونکې ښځې بې پوښتنې بندیانوي

د بشري حقونو د څار سازمان  او د افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا د  سیاست مدافعین وايي، چې د طالبانو مشرتابه له خوا له ټولنې څخه د ښځو د سیستماتیک حذفولو ترڅنګ، په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی په ځانګړي ډول په کور دننه، په بې سارې ډول زیات شوی دی.

 دغو بنسټونو، د پنجشنبې په ورځ، په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ  د دوه کلنېدو په مناسبت، د «طالبانو دوه کاله ستم» په نوم د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د خوندیتوب او حساب ورکونې خدمتونه تقریباً هیڅ نشته.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مشرې، هیدر بار په دې اړه ازادي راډيو ته وویل، چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د خوندیتوب سیستم له منځه وړی دی.

نوموړې وايي:  "د ٢٠٢١ کال د اګست میاشتې څخه مخکې یو سیستم موجود و، چې له هغو ښځو او نجونو سره يې مرسته کوله کوم چې په کور کې له تاوتريخوالې سره مخ وې.خو دا سیستم په سیستماتیک ډول د طالبانو لخوا بند شو، او دا د دې لامل شوی چې که ښځې او نجونې له تاوتریخوالي سره مخ شي، د تیښتې ځای ونلري."

 دا په داسې حال کې ده چې د کورني تاوتريخوالي يوې قرباني هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې له کورني تاوتريخوالي وروسته په دې وروستيو کې کله چې د طلاق دوسيې لپاره د طالبانو عدلي او قضايي ارګانونو ته ورغلې، هلته د مېړه او د يادو ادارو له کارکوونکو له لوري له تاوتریخوالي سره مخ شوې ده.

د بلخ ولايت اوسېدونکې، مبارز، چې پخوا د يوې دولتي ادارې کارکوونکې وه، وايي: "په عدلي او قضايي ارګانونو کې څه تیریږي، دا چې له ما سره څه ډول چلند شوی، دا چې ما ته يې ويلي و چې خوله دې په مرمۍ بندوو، او میړه مې د امارت له عسکرو سره ما پسې له محکمې ووتل، ما سره یې تاوتریخوالی وکړ، ويې وهلم، ان دا چې هغوی غوښتل ما بندي کړي، ما خپل ځان وژغوره. هره ښځه که قضیه ولري یا نه ښځینه محبس ته یې بیایي، یوازې همدغه ځای د ښځو لپاره دی، هغوی بل ځای نلري."

په همدې حال کې د ښځو د حقونو فعاله او مدافع وکیلې، شګوفه کاکړ ازادي راډيو ته وايي چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره د مراجعو نه ‌شتون په کورونو کې د جنسیتي تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل شوی دی.

د هغې په وينا، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي څارنوالۍ، امن خونې او د تاوتریخوالي سره مخ ښځو د ساتنې او د هغوی د حقوقي ستونزو د هواري لپاره، مدافع اوس وکيلان نشته٠

نوموړې زیاتوي: "کورنیو او خلکو هغه ویره چې درلوده اوس يې نلري. هغه سخت قانون او خاصې محاکمې چې ترسره کیدې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی یې کاوه، اوس نشته. اوس چې دا بنسټونه نشته د تاوتریخوالي شمیر زیات شوی. پخوا که يواځې نالوستو او په کور ناستو ښځو سره تاوتریخوالی کیدو، اوس له لوستو  او هغو ښځو سره چې کار یې کاوه هم تاوتریخوالی کیږي."

د بشري حقونو د څار سازمان او د افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا د سیاست مدافعین هم وايي چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د په کم عمر ودونه او د میندو مړینه زیاته شوې ده. 

 دغه شان ویل شوي، چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې ۷۵ فرمانونه صادر کړي، چې د ښځو او نجونو وړتیا یې محدوده کړې او د هغوی حقونو یې نقض کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي.

خو د بشري حقونو د څار سازمان او د افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا د سیاست مدافعین وايي، نړیواله ټولنه د دې شاهده ده، چې افغان ښځې او نجونې په نړۍ کې د بشري حقونو له  تر ټولو ناوړه کړکېچ سره مخ دي، خو د دغو بنسټونو په وینا، د بشریت پر ضد د ممکنه جنایتونو په اړه چې طالبانو د ښځو او نجونو په وړاندې ترسره کړي دي، نړیوال غبرګون بې ګټې دی.

 په دې ګډ راپور کې وړاندیز شوی، چې امریکا باید د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي او د افغانستان پورې تړلي سیاست په اړه، باید  په خپل هېواد کې دننه او بهر له افغان ښځو او نجونو سره پرله پسې او معقولې مشورې ولري.

 که څه هم د طالبانو حکومت ویندويانو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، خو په راپور کې بیا هم ویل شوي چې ملګري ملتونه باید  د افغان ښځو او نجونو د غږ او غوښتنو د پیاوړي کولو لپاره په طالبانو فشار راوړي، چې د جنسیت پر بنسټ د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوي.

د طالبانو ویاندویانو او چارواکو تر دې مخکې د ښځو د حقونو د نقض تورونه رد کړي او ویلي، چې د دغو حقونو له نورو ناقضانو سره هم د اسلامي شریعت په اساس جدي چلند کوي.





Губернаторы России
Москва

Собянин рассказал о Международном форуме инноваций БРИКС





Москва

В Москве произошла драка с участием 15 человек, двое в больнице


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Булат Окуджава

В Иллюзионе пройдет ретроспектива «Персона: Булат Окуджава»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Молитесь, друзья»: сын олимпийского чемпиона Ивана Стретовича погиб во время родов в Новосибирске

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»


ATP

Сумасшедший матч «Реала», Медведев опустился в рейтинге ATP. Главное к утру



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Архангельск

Архангельск впервые принял Всероссийские соревнования по танцевальному спорту



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России