Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2023

انډریس: د بشري مرستو په وېش کې د ښځینه کارکوونکو تشه څوک نه شي ډکولای

0
انډریس: د بشري مرستو په وېش کې د ښځینه کارکوونکو تشه څوک نه شي ډکولای

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو په اړوند ادارو کېد طالبانو د حکومت له خوا په افغان میرمنو د کار بندیز د پرېکړې په اړه د نړیوالو بنسټونو او بیلابیلو هیوادونو هڅو لا هم مثبته پایله نه ده ورکړې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږی کوونکی ډینیل انډریس، وايي اړمنو افغانو کورنیو ته د مرستو د رسولو په عملیاتو کې په پراخه کچه د دوی ښځینه افغانې کارکونکې له ګډون څخه منع کیږي.

ښاغلي انډریس په یوه بیان کې چې تېره ورځ ناوخته خپور شو، ویلي ټولو اړمنو افغان ښځو او نارینه وو ته په مساوي ډول د مرستو رسولو په عملیاتو کې د ښځینه مرستندویانو ګډون اړین دی.

په بیان کې راغلي:" ښځې په نړیواله کچه په مرستو رسولو کې خورا مهم رول لوبوي او ډیری وخت ښځینه کارکونکې میرمنو او نجونو ته د ژوند د یواځینۍ اړیکې په توګه کار کوي،دا رول نه بل څوک ترسره کولای شي او نه هم بدلیدای شي."

نوموړي ویلي، چې افغان ښځینه مرستندویه کارکونکو له اړمنو افغانانو سره د مرستو رسولو په برخه کې دوامداره ژمنتیا ښودلې او په تېر ۲۰۲۲ میلادي کال کې د ټول افغانستان په ۴۰۱ ولسوالیو کې له ۲۶ میلیونه ډېرو کسانو ته مرسته رسېدلې ده.

د ښاغلي انډریس په بیان کې راغلي، چې په روان میلادي کال هم دوی د مرستې رسونې هڅو ته دوام ورکړى او د ۱۲ میلیونه میرمنو په ګډون یې ۲۳ عشاریه ۶ میلیونه افغانانو ته یو ډول نه یو ډول مرستې برابرې کړي دي.

په بیان کې دا هم راغلي دي، چې په تېرو دوه کلونو کې په پراخه کچه بشري مرستې د ډېری افغانانو د ژوندي پاتې کېدو لامل شوي او د تېر ژمي په سخت موسم کې دوی ته کافي خواړه رسېدلي او د روغتیايي خدمتونو ترڅنګ یې پاکو اوبو ته لاس رسی پیدا کړی او دغه شان سرپناه ورته برابره شوې ده.

د بیان په ټکو، په روان ۲۰۲۳ میلادي کال کې ۲۰ عشاریه ۱ میلیون کسانو ته خوراکي مرستې ورسېدلي، شاخوا ۸ عشاریه ۴ میلیونه له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي او شاوخوا ۳ عشاریه ۱ میلیون ماشومانو تغذیه شوي او ژوند ژغورنکې درملنه يې ترلاسه کړې ده.

خو په بیان کې اندېښنه ښودل شوې، چې اوس مهال د مرستې د تمویل په برخه کې خورا ډېر کمښت د دې لامل شوی، چې د ژوند ژغورنې عملیات په بې سارې ډول ودریږي او د روان کال په پیل ۱۳ میلیونه اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو پلان په مارچ میاشت کې ۹ او په مئ میاشت کې ۵ میلیونو ته راټیټ شو.

پر دې سربیره له ۲۶۰ څخه زیات ګرځنده روغتیايي مرکزونه وتړل شول، چې له امله یې لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته د ۲ میلیونه افغانانو لاس رسی محدود شو.

په بیان کې راغلي، چې ښايي نور فعالیتونه هم اغیزمن شوي وي خو که اضافي مالي ملاتړ ترلاسه نه شي نو د نورو پروګرامونو پر مخه وړل به ناشونی وي.

په همدې حال کې، د ښځو د حقونو یوه افغانه فعاله چې نه غواړي نوم يې په راپور کې خپور شي وايي، طالبانو په افغانستان کې جنسیتي اپارتایت ته مخه کړې باید افغانان یې په وړاندې ودریږي.

هغه وایي: "د بشر د تاریخ په اوږدو کې یواځینی حکومت دی چې د حکومت دارۍ بنسټ یې د ښځو په وړاندې د ظلم او استبداد پر بنسټ کېښودل شوی او د ټولنې د سم نیم قشر په وړاندې یې جنسیتي اپارتایت ته مخه کړي ، تر هغه وخته چې له افغانستانه د دوی په وړاندې مبارزه پیل نه شي او افغانان خپله سیاسي اراده په خپل لاس کې وانه خلي او د دې په تمه کېنی چې امریکا یا شرق او غرب به راځي او دوی ته به ازادي اخلي دا یوه تیروتنه ده."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږي کوونکي او افغان میرمنو د څرګندونو په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې خو وړاندې تر دې یې ویلي وو چې پر ښځو د کار بندیز د افغانستان کورنۍ مسله ده نړیوال یې باید د فشار په ډول ونه کاروي.

طالبانو په تېر میلادي کال کې د ملګرو ملتونو اړوند ادارو په ګډون په ټولو نادولتي او شمېر دولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

که څه هم د طالبانو دا پرېکړه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې او په غبرګون کې یې ان ګڼو غیر دولتي ادارو په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي يا کم کړي خو په دې برخه کې طالبانو خپل دریځ نه دی بدل کړی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږی کوونکی ډینیل انډریس ویلي، په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۲۹ عشاریه ۲ میلیونه وګړي چې د دې هیواد د نفوس درې برخې جوړوي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري او دا شمېر په تېرو پنځه کلونو کې ۴۸۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

نوموړي ویلي، چې مرسته ترلاسه کوونکو بنسټونو په دې کال کې یوازې ۲۵ سلنه بسپنه ترلاسه کړې او لا هم د ۱ عشاریه ۳ ملیارده ډالرو له جدي کمښټ سره مخ دي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د ژمي په راتلونکې موسم کې به زیانمن افغانان له سختې لوږې، ناروغیو او ان د مرګ له ګواښ سره مخ شي، خو هغه ویلي نه غواړي داسې یو حالت پېښ شي.

ښاغلي انډریس له نړیوالو غوښتنه کړې چې په دې سخت وخت کې افغانان یوازې پرې نه ږدي او د یو بشري ناورین د رامنځته کېدو مخه ونیسي.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин. Главное за день





Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» УЛУЧШАЕТ ЗАКОНЫ, управляет патентами и улучшает командное планирование в целях учёта интереса всего народа.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о развитии инновационной экосистемы Москвы



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Анастасия Волочкова

«Просто не афиширую»: куда пропала Волочкова с театральной сцены




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве

«Молитесь, друзья»: сын олимпийского чемпиона Ивана Стретовича погиб во время родов в Новосибирске

Охрана и безопасность. Как роботы и дроны работают на спортивных объектах?


ATP

Российский теннисист Медведев опустится на строчку в рейтинге ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Симферополь

Премию Фета получил поэт из Югры



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России