د اسلام اباد پولیسو د پي ټي اېم مخکښ علي وزیر او د بشري حقونو وکیله ایمان مزارۍ نیولي دي
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ ادریس پښتین د اګست پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې د علي وزیر تر څنګ د غورځنګ شپږ نور مخکښه غړي هم نیول شوي دي. د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د مزارۍ ګرفتاري "غندلې" ده.