تکواندو؛ بل افغان لوبغاړي هم د سرو زرو مډال وګاټه
د جنوبي کوریا د تکواندو په نړیوال فیسټیوال کې یو بل افغان لوبغاړي محسن رضايي هم د سرو زرو مډال وګاټه.
د تکواندو فدراسیون د خبر پر اساس، رضايي لومړی خپل پاکستانی او بیا کوریايي سیالان مات کړل او اتلولي یې وګټله.
نوموړي بیا په دوه اړخیزو سیالیو کې د برونزو مډال هم ګټلی و.
دغه راز د یادو سیالیو په ترڅ کې بل افغان تکواندو کار حکمت الله زین بیا د خپل مغلستاني سیال په ماتولو سره نیمه پایلوبې ته رسېدلی او په نیمه پایلوبه کې به د جنوبي کوریا له لوبغاړي سره سیالي کوي.