افغانستان د ۱۴۲ منډو په توپير پاکستان سره لومړۍ لوبه وبایلله
د پاکستان ملي لوبډلې په خپلې اغېزمنې چټکې توپ اچونې سره وکړای شول، چې افغانستان ته په ۱۴۲ منډو ماتې ورکړي.
افغان لوبډلې د پاکستان د ۲۰۲ منډو پوره کولو په تعقیب یوازې ۵۹ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.
په دې سیالۍ کې د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې مجیب الرحمن تر نورو ښه وځلید او ۳ لوبغاړي یې وسوځول.
په پاکستاني توپوهونکو کې بیا امام الحق نیمه سلیزه ووهله.
د افغان توپ اچونکو له ډلې رحمن الله ګربز مخکښ و چې ۱۸ منډې یې وکړې.
د پاکستان لپاره حارث روف بیا ډېر ښه وځلېد.
هغه ۵ لوبغاړي وسوځول او شاهین شاه اپریدي دوه ویکټې واخیستې.
ټاکل شوې، چې دواړه لوبډلې به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د اګست په ۲۴مه نېټه دویمه سیالي ترسره کړي.