روسیه کې الوتکه رالوېدلې؛ د واګنر ډلې د مشر په ګډون ۱۰ کسان وژل شوي
![روسیه کې الوتکه رالوېدلې؛ د واګنر ډلې د مشر په ګډون ۱۰ کسان وژل شوي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-35d3-08dba4033e6e_w800_h450.jpg)
د لومړنیو راپورونو له مخې د واګنرپه نوم د روسیې د اجیرو وسلهوالو ډلې مشر یوګیني پریګوژین ووژل شو.
د هغې خصوصي جېټ الوتکې چې د واګنرپه نوم اجیرو وسلهوالو ډلې پورې تړلې وه، د راغورځېدو په پېښه کې لس تنه وژل شوي او ویل شوي چې د دې ډلې مشر یوګیني پریګوژین هم د وژل شویو کسانو په لېست کې دی.
د ایمبراییرلیګسي په نوم یوه په یوه برازیلي خصوصي شرکت پورې تړلې دغه الوتکه له مسکو څخه سانټ پټرزبورګ ته روانه وه چې د تویر سیمې اړوند د کوژینکینو په نوم یوه ګڼ مېشته سیمه کې راوغورځېده.
د الوتکې د درې عملې په ګډون لس تنه په دغه الوتکه کې سپاره وو.
د روسیې د بېړنیو چارو وزارت پرون د ورځې ناوخته په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې د لومړنیو راپورونو له مخې په الوتکه کې سپاره ټول کسان مړه شوي دي.
د هوایي چلند فدرالې ادارې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د فدرالي هوایي ټرانسپورت ادارې کمېسیون د پېښې په ځای کې لومړني عملیات پیل کړي او د عملې د روزنې، د الوتکې د تخنیکي حالت، د الوتنې په لاره کې د هوا پېژندنې د وضعیت، د الوتکو د پورته کېدو لپاره د چمتووالي د چارو او د ځمکنۍ راډیو د تجهیزاتو په اړه د حقیقي موادو او شواهدو راټولول پیل کړي دي.
کرملین یا دفاع وزارت تراوسه رسماً نه ده تایید کړي چې پریګوزین او اتکین دې په دې پېښه کې وژل شوي و، خو په واګنر پورې تړلي ټیلیګرام چینل کې د هغه مړینه اعلان شوې ده.
ګری زون چینل، پریګوزین یو اتل او وطنپال بللی او ویلي یې دي چې نوموړی د نامعلومو کسانو په لاس چې هغه یې د روسیې غداران بللي، وژل شوی دی.
د دې پېښې پر وړاندې د غبرګونونو په ترڅ کې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن وویل چې هغه په دې خبر حیران نه دی چې پریګوزین ښایي د الوتکې په غورځېدو کې مړ شوی وي.
بایډن وویل: "زه په واقعیت کې نه پوهېږم چې څه پېښ شوي، خو زه حیران نه یم."
هغه زیاته کړه: "په روسیه کې داسې ډېر څه نه پېښېږي چې ولسمشر ولادیمیر پوتین په کې لاس ونه لري، خو زه دومره نه پوهېږم چې ځواب ترلاسه کړم."
پریګوژین چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین نږدې متحد و، د جون په ۲۴مه یې د لنډ مهاله پاڅون مشري وکړه چې په ترڅ کې د واګنر جنګیالیو د روستوف آن ډون جنوبي ښار ونیو د مسکو پرلوریې وسلهوالو حرکت کړی چې په په ۲۰۰ کیلومترۍ کې یې تم شول.
د دغه پاڅون په ترڅ کې د روسیې یوه پوځي الوتکه وویشتل شوه او په ټولیز ډول د روسیې د هوايي ځواک ۱۳ پرسونل ووژل شول.
دا د پوتین لپاره د هغه په دوه لسیزو کې په واک کې ترټولو جدي ننګونه وه.
د بېلاروس د اپوزیسیون مشرې سویتلانا تیخانوسکا وویل، بېلاروس به د پریګوژین تشه احساس نه کړي، هغه هېواد چې ګومان کېده د پوتین د واکمنۍ په وړاندې له وسلهوال پاڅون وروسته به پریګوژین دې هېواد ته چې د ډلې وسلهوال یې هلته د بېلاروس وسله والو ځواکونو ته د روزنې په هدف په کمپونو کې ځای پرځای شوي، تللی وي.
هغې په خپله ایکس شبکه کې چې پخوا ټویټر نومېده، پریګوژین قاتل بللی او ویلي یې دي چې خلک به یې په همدې نوم په یاد ولري.
د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې 'سي آې اې' مشر ویلیام برنز تېره میاشت ویلي چې پوتین به ښایي له پریګوژین نه غچ واخلي.
هغه چې د اسپین امنیتي فورم ته د جولای په شلمه خبرې کولې وویل چې پوتین د چا عمل بې ځوابه نه پرېږدي.
د ایمبراییر په نوم برازیلي شرکت چې راغورځېدلې الوتکه یې په دې پېښه کې ښکېله وه، یوه ویاند ویلي چې دا پرروسیې د نړیوالو بندیزونو سره سرخوري.
د هوایي چلند د نړیوالې ادارې د ویبپاڼې له مخې لیګسي ۶۰۰ الوتکې په ۲۰۰۲ کال فعالیت پیل کړی و او تر۲۰۲۰ کال پورې چې تولید یې ودرید، دا ډول نږدې درې سوه الوتکې تولید شوي.
د دې ویبپاڼې په وینا په دې موده کې دا ډول یوازې یوه الوتکه، په ۲۰۰۶ کال په برازیل کې را لویدلې وه.