Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2023

د پولیو یا ګوزڼ پر وړاندې د واکسین کمپاین؛ د واکسیناتورانو او خلکو غوښتنې څه دي؟

0
د پولیو یا ګوزڼ پر وړاندې د واکسین کمپاین؛ د واکسیناتورانو او خلکو غوښتنې څه دي؟

په داسې حال کې، چې په افغانستان کې سږ کال تر اوسه د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي، د یونیسف د پولیو پروګرام مسوولین او یو شمېر واکسیناتوران وايي، خلک دوی سره د پولیو واکسین د تطبیق په برخه کې لازمه همکاري نه کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د وجهي صندوق ( یونسف) د پولیو د مخنیوي پروګرام د عامه اړیکو مسول کمال شاه ازادي راډیو ته وویل، چې له همدې امله دوی ډېر ځله د سیمې له مخورو او علماوو مرسته غواړي.

نوموړی وایي:

" بیلا بیلو ستونزو سره مخ کیږو، داسې خلک شته چې نه غواړي خپل ماشومان واکسین کړي، د منفي تبلیغاتو تر اغیز لاندې راغلې وي هیڅ دلیل نه مني، موږ له مخورو او علماوو مرسته اخلو او ستونزې حلوو، ځینو سیمو کې میندې او پلرونه خپل ناروغ ماشوم نه واکسین کوي، حال دا چې هغوی ته لا اړین دی، ځینو سیمو کې نوې زیږیدلي ماشومان په لومړی ورځو کې له کوره نه باسي، د دودیزو مسالو پر بنسټ، ځینې سیمو کې د مذهبي دلایلو پر بنسټ واکسین نه کوي، بل دا چې ماشوم په کور کې نه وي څو څو وارې زموږ ټیم ورځي خو نه وي." 

یو شمېر واکسیناتوران هم دغه موضوع تاییدوي وايي، خلکو ته د دوی د ماشومانو د ژغورلو لپاره ورونه ورټکوي خو څوک یې ورته نه خلاصوي.

یوه واکسیناتور حشمت اوریاخېل ازادي راډيو ته وویل:

"  د خلکو د کورونو دروازې ورټکوه، هغوی راضي کوه، دا یوه ستونزمن کار دی،ځینې بیا ډير بې احترامي کوي، دروازه نه خلاصوي، نو د هغوی راضي کول ډېر سخت کار دی."

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د تېرې دوشنبې په ورځ د زمري په ۳۰ نېټه د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو چې څلور ورځې یې دوام درلود.

په دې اړه دلته لوستلای شئ:

یونیسف: په ۲۸ ولایتونو کې د پولیو واکسین پای ته ورسېد، پاتې نورو کې به پيل شي (azadiradio.com)

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د وجهي صندوق ( یونسف) د پولیو د پروګرام مسوولین وايي، ټاکل شوی چې په شپږو نورو ولایتونو ( بلخ، فاریاب، سرپل، جوزجان، سمنګان، اروزګان) کې دغه واکسین د راروانې دوشنبې په ورځ د وږي په ۶ نېټه پیل شي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت مخکې ویلي وو، چې د واکسین د کمپاین په دې پړاو کې، چې په ټول افغانستان کې ترسره کېږي، د ملګرو ملتونو د دفترونو په همکارۍ به څه باندې ۱۱ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.

پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه‌لري او يوازې واکسين کولاى شي ماشومان له دې ناروغۍ وژغوري.

دا ویروس مهمې عصبي رشتې زیانمنوي، کومې چې په شمزۍ یا ستون فقرات کې دي او د ماشومانو د ګوزڼ لامل ګرځي.

که د زیاتو معلوماتو لېواله یاست، دا مرکه هم واورئ:

پولیو څه ډول ناروغي ده او څرنګه خپرېږي؟ (azadiradio.com)

خو یو شمېر خلک او د سیمو مخور وايي، دوی په دې برخه کې لازمه همکاري کړې او له نورو هم ورته هیله لري.

د کابل ښار د اوومې ناحیې د اتم ګذر وکیل محمد رامز عمري ازادي راډیو ته وویل:

" موږ خلکو ته د پولیو واکسین ابلاغ کړ، چې خلک د پولیو واکسین خپلو ماشومانو ته تطبیق کړي، چې د پولیو له ناروغۍ په کې امان وي. موږ هم پخپله او هم د صحت عامې کارکوونکي چې ساحې ته راځي، خلکو ته ابلاغ کوي، د مسجد امامان هم دې برخه کې موږ سره همکاري کوي." 

د کابل اوسیدونکې ناهیده چې تازه یې تېره اوونۍ خپله لور د پولیو ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړې، وايي دا واکسین ډېر مهم دی او باید کورنۍ یې په وړاندې بې غوري ونه کړي.

ناهیده وایي:

" باید پولیو په هر ځای کې ماشومانو ته ورکړل شي، ځکه ماشومان مو ورته اړتیا لري، خلک ډیری د پولیو په کیسه کې ندي همدا دی چې ځینې ماشومان فلج کیږي، موږ هیله کوه دې برخه کې دولت ماشومانو ته ډیره پاملرنه وکړي." 

د ننګرهار ولایت اوسېدونکې شیما هم وايي، واکسیناتورانو سره همکاري کوي.

نوموړې وايي باید د واکسین ټیمونه لېرو پرتو سیمو ته هم ورشي، څو ټول ماشومان واکسین شي.

شیما زیاتوي:

" زموږ ماشومانو وخت په وخت واکسین کیږي، موږ خوشاله یو، چې اولادنه مو له فلج څخه په امن ووسي، زه مې خپل څلور کلن زوی او دری کلنې لور ته وخت په وخت واکسین کوم، واکسین ته یې پام نیسم، د دولت څخه مو هیله ده چې لیرې پرتو سیمو کې هم دا کمپاین وکړي څو هغوی ته هم ورسیږي." 

خلکو ته د پولیو واکسین په اړه د عامه پوهاوي د پروګرامونو په تړاو مو د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وپوښت، خو نوموړي د دې راپور تر خپرېدو زمونږ پوښتنه ځواب نه کړه.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې سږ کال د پولیو ټولې پنځه پېښې پاکستان سره په سرحدي ولایت ننګرهار کې ثبت شوې دي.

دا پېښې د دغه ولایت په بټي کوټ، کوټ، نازیان، بهسود او دور بابا ولسوالیو کې به پرله پسې ډول ثبت شوې.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازېني دوه هېوادونه دي، چې لا هم پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ په کې محوه شوی نه دی.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин: Колледжи проведут Дни открытых дверей





Москва

Свыше 600 навалов мусора устранили в Подмосковье за неделю


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о Международном форуме инноваций БРИКС



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Концерт

Концерт волынщиков в музее П.И. Чайковского




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников


ATP

Даниил Медведев идет третьим в чемпионской гонке ATP, Андрей Рублев — пятый



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Россияне рассказали, какие вредные привычки коллег раздражают их больше всего



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России