د واګنر د اجیرو وسله والو مشر په یوه خصوصي هدیره کې خاورو ته وسپارل شو
د واګنرپه نوم د روسیې د اجیرو وسله والو د ډلې مشر یوګیني پریګوژین د سانت پترزبورګ د څنډې په یوه خصوصي هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
پریګوژین چې د لنډې مودې لپاره یې د پوتین د واکمنۍ پر وړاندې وسله وال بغاوت کړی او هغه یې د خپلې دوه لسیزې واکمنۍ په موده کې له سترې ننګونې سره مخ کړی و، د اګسټ په ۲۳ مه د یوې الوتکې د راغورځيدو په پېښه کې له نهو نورو سپرلیو سره ووژل شو.
د روسیې ولسمشرولادمیرپوتین، چې یووخت یې نژدې متحد و، په دغو مراسمو کې ګډون ونکړ.
د واګنرډلې اړوند ټیلګرام چینل کې په یوه بیان کې ویل شوي، چې له یوګیني ویکتورو ویچ سره د الوداع مراسم په سرپټي ځای کې ترسره شول او هرچا که غوښتې وي ورسره خدای پاماني وکړي، د پوروخوفسکي هدیرې ته دې لاړشي.