افغان ژورنالیستې او فعالې نرګس مومند حسنزۍ ته د سولې نړیواله جایزه ورکړل شوه
![افغان ژورنالیستې او فعالې نرګس مومند حسنزۍ ته د سولې نړیواله جایزه ورکړل شوه](https://gdb.rferl.org/a69ef26e-171e-4eda-af03-70fe9e57898b_w800_h450.jpg)
د سویډن د سولې د نړیوالې جایزې کمېټې افغان ژورنالیستې او مدني فعالې نرګس مومند حسنزۍ ته د ۲۰۲۳ د سولې نړیواله جایزه ورکړه.
اغلې حسنزۍ د دې جایزې د ترلاسه کولو په مهال وویل چې دا جایزه هغو نجونو ته ډالۍ کوي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې له زده کړو منع شوي دي.
د سویډن د سولې د نړیوالې جایزې کمېټه هر کال د نړۍ په بېلابېلو برخو کې پنځو تنو هغو فعالانو ته جایزه ورکوي چې د سولې، د بیان د ازادۍ، د ماشومانو او نجونو د زدکړې په برخو کې یې هلې ځلې کړي وي.
څلور نورې جایزې د سویدڼ، فرانسې، بریتانیا او امریکا اتباعو ته ورکړل شوي، خو یوازې حسنزۍ د دوی په منځ کې مېرمن ده چې دا جایزه یې ګټلې ده.