د امریکا په فلوریډا کې سلګونه زره خلکو ته خبرداری ورکړل شوی
![د امریکا په فلوریډا کې سلګونه زره خلکو ته خبرداری ورکړل شوی](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-95da-08dba86798a3_w800_h450.jpg)
د امریکا د متحد ایالتونو د فلوریډا ایالت والي ران ډې سانټیس په سلګونو زرو خلکو ته خبرداری ورکړی دی چې د توپان تر رارسېدو مخکې دې خوندي سیمو ته ځانونه وباسي.
د فلوریډا والي دا غوښتنه له شاوخوا یو نیم میلیون کسانو څخه کړې چې اکثر یې سمندر ته په نږدې سیمو کې اوسېږي.
له اټکلونو سره سم دا توپان چې د دوشنبې په ورځ له کیوبا څخه تېر شو، نن به د فلوریډا سواحلو ته ورسېږي.
د دې توپان سرعت په ساعت کې یوسل او پنځه شپېته کیلومتره دی او تر دې دمه یې شېبه په شېبه سرعت پسې زیاتېږي.
پروسږ کال په فلوریډا کې د توپان له امله تر سلو ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.