Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2023

ولې د ډالرو او نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی؟

0
ولې د ډالرو او نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی؟

په افغانستان کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغاني بانکنوټونو ارزښت لوړ شوی دی.

په وروستیو څو ورځو کې په افغانستان کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت په ناڅاپي ډول لوړ شوی دی.

د کابل د شهزاده سرای د صرفانو ټولنه وايي چې د پنجشنبې ورځې سهار یو امریکايي ډالر په ۷۲ افغانیو تبادله کېده، خو د ورځې په پای کې یوځل بیا ۷۵ افغانیو ته ورسېد.

دا په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې د ډالرو او نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو تر ټولو لوړه بیه ده، خو په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو په لومړیو میاشتو کې د یو ډالر بیه ان تر ۱۲۵ افغانیو پورې هم رسېدلې وه.

د کابل د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې ویاند عبدالرحمن ځیرک وايي: "تېرو دوو اوونیو راهیسې په مسلسله توګه افغانۍ د بهرنیو اسعار پر وړاندې خپله بیې لوړه کړې. د افغانيو پیسو وضعیت ډېر ښه دی او علت یې هم همدا دی چې د پاکستاني روپیو وضعیت ډېر خراب دی او زموږ په هغه ولایتو کې چې پخوا کاروبار په افغانیو کېده، اوس د هغه ولایتونو کسانو له پاکستانیو روپیو مخ اړولی او ټول کار وبار تقریباً په افغانیو دی او دا لا نور هم د افغانیو په ارزښت مثبت اغېز کوي."

د ځیرک په خبره دوه اوونۍ وړاندې یو امریکايي ډالر په ۸۴ افغانیو بدلېده.

خو د کابل ښار اوسېدونکي شکایت لري چې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیو له ټیټېدو سره د لومړنیو خوراکي موادو په بیو کې کوم بدلون نه دی راغلی.

مصور د کابل اوسېدونکی ازادي راډيو ته وویل: "اوس چې ډالر ټیت شوي باید پانګه‌وال د موادو بیې ټیټې کړي. ما پرون یوه بوجۍ اوړه په ۱۵۸۰ افغانۍ، ګاز، تېل شیان ټول په همغه بیه دي. نرخونه اصلاً نه دي کم شوي."

احمد د کابل ښار با اوسېدونکی وايي: "د ډالرو ټیټوالی په خوراکي توکو کې هېڅ کوم تغیر نه دی راوستی؛ لکه اوړه، غوړي، لوبیا و وریجې تغیر نه دی کړی. په دې اړه باید د طالبانو حکومت پاملرنه وکړي، د خلکو وضعیت ښه نه دی، کاروبار نه شته او ټول په ستونزو کې دي."

د کابل ښار اوسېدونکي وايي، نن د پنجشنبې په ورځ د کابل ښار په بازارونو کې د يوې بوجۍ اوړو بيه ١٥٨٠ افغانۍ، د ١٦ کيلو جامد غوړيو بيه ١٥٠٠ افغانۍ، يوه بوجۍ دری نیم منه وريجې په۲۹۵۰ افغانۍ او د يوې من بورې بيه په ١٥٠٠ افغانۍ ده. يو لیتر پټرول په ۶۹ افغانۍ، يو لیتر پټرول په ۶۴ افغانۍ او يو لیتر ډيزل تېل په ٦۴ افغانۍ پلورل کېږي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي ازادي راډیو ته په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې دې موضوع ته جدي پام کوي.

هغه وویل: "موږ د تېرو څو ورځو راهیسې دې موضوع ته مو پام دی چې د ډالرو یا د اسعارو نرخ ټیټ شوی او بې له شکه چې زموږ په نوې نرخنامې کې به دا په پام کې نیول کېږي. په مشخص توګه ټول هغه عوامل چې د بیو په لوړوالي او ټیټوالي کې مطرح دي په پام کې نیول کېږي او نرخنامه صادرېږي."

که څه هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان بانک مسوولان وايي چې دغه بانک په تېر کال کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د لوړولو لپاره پرله‌پسې اقدامات کړي او له همدې امله د ډالرو پر وړاندې د افغاني بانکنوټونو بیه لوړه شوې، خو د اقتصادي چارو کارپوهانو بېلابېل دلایل د افغانیو د ارزښت د لوړېدو لامل بللي او زیاته کړې یې ده چې دا حالت د دوام وړ نه دى.

د ننګرهار اقتصاد پوهنځي پخوانی استاد او د اقتصادي مسایلو کارپوه محمد بشیر دودیال وايي: "دا چې د افغانیو ارزښت د ډالرو په برابر کې لوړ شوی، له ټولو مهم د جګړې قطع کېدل دي، دوهم دا چې ډېری هېوادال بهر ته تللي او په کافي اندازه پیسې خپلې کورنۍ ته لېږي، درېیم دا چې په افغانستان کې د کال په همدې وخت کې کرنیز محصولات بازار ته عرضه کېږي."

د افغانستان بانک پخوانی مرستیال خان افضل هډه‌وال وايي، د افغاني بانکنوټونو اوسنۍ بیه د ډالرو په وړاندې حقیقي نه ده ځکه د ده په خبره بازار د وړاندوینو او سیاسي وضیعت له امله اغېزمنېږي.

د هډه‌وال په خبره د افغانستان اقتصادي بازار کې پخوا پاکستانۍ روپۍ هم کارول کېدې، خو اوس ېې خپل ارزښت له لاسه ورکړی او خلک په تدریجي ډول له افغانیو کار اخلي چې دا پخپله د افغانیو په لوړوالي کې رول لري، خو دا حال دوامداره نه دی.

افغانان په داسې حال کې د لومړیو خوراکي توکو او نفتي توکو له لوړوالي شکایت کوي چې د نړیوالو سازمانو د راپورونو له مخې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته خلک بې‌کاره او له غریبۍ سره مخ دي او د خوراکي توکو او نورو اجناسو د اخیستلو توان نه‌لري.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин: Колледжи проведут Дни открытых дверей





Москва

Lipatov Sound заявил о выходе нового трека “Red City”


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Колледжи проведут Дни открытых дверей



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Ольга Бузова

Ольге Бузовой пришлось гулять по Нижнему Новгороду ночью




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»


ATP

Теннисист Медведев потеряет место в рейтинге ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Онколог Анастасия Марьенко объяснила, кто подвержен риску развития меланомы



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России