Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2023

یو امریکايي کمېسیون: د طالبانو فرمانونو د ښځو پر ژوند اغېز کړی او مذهبي ازادي یې محدوده کړې

0
یو امریکايي کمېسیون: د طالبانو فرمانونو د ښځو پر ژوند اغېز کړی او مذهبي ازادي یې محدوده کړې

د مذهبي ازادۍ په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو نړیوال کمېسیون وايي، د طالبانو فرمانونو د ښځو پر ژوند غیر متناسب اغېز کړی او د افغانانو مذهبي ازادي یې محدوده کړې ده.

دغه کمېسیون وايي، په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو له‌خوا د صادر شویو ۸۰ فرمانونو نیمه برخه په مستقیم ډول پر افغان ښځو د سختو بندیزونو لګول دي.

یاد کمېسیون د چهارشنبې په ورځ 'په افغانستان کې مذهبي ازادي او د ښځو د حقونو' تر سرلیک لاندې د خپل ۲۰۲۳ کال راپور په خپرولو سره وویل، که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې افغان ښځې د اسلامي شریعت له مخې د خپلو حقونو څخه برخمنې دي، خو د دوی پر زده کړو، کار او ازادۍ محدودیتونه د دې لامل شوي چې دوی ونه شي کولای د خپل مذهبي تعبیر سره سم ژوند وکړي.

په دې راپور کې راغلي چې دا فرمانونه په مستقیم ډول د طالبانو د مشر ملاهبت‌الله اخندزاده له خوا صادر شوي دي.

د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ په موده کې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځي او پوهنتون ته د تګ حق نه لري، په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي ادارو او په سینګارتونونو کې د دوی پر کار او ښځينه حمامونو، تفریحي پارکونو او لوبغالو ته د دوی پر تګ بندیز لګول شوی او له محرم پرته د لیرې واټن سفر اجازه هم نه لري.

د يوولسم ټولګي يوې زده کوونکې چې نه غواړي د موضوع د حساسيت له امله یې نوم واخیستل شي، ازادي راډيو سره یې په خبرو کې وويل، چې د ښځو او نجونو پر حقونو پرله‌پسې محدوديتونو دا د خپلې راتلونکي په اړه اندېښمنه کړې ده.

هغې وویل: "قانون دا ډول نه دی چې مونږ له هر څه محرومې ووسو، له درسونو او له کار کولو. مونږ په دې ډول دوام نه شو ورکولای، زده کړو ته اړتیا لرو. مونږ باید داسې بې برخليکه ونه اوسو چې راتلونکې مو معلومه نه وي، باید یو کار تر سره شي."

د نړیوالې مذهبي ازادۍ په چارو کې د متحده ایالاتو کمېسیون په افغانستان کې د طالبانو د دوه کلنۍ واکمنۍ پر مهال د مذهبي ازادۍ د شرایطو د خرابېدو په اړه هم خبرې کړې دي.

د دغه راپور له مخې، طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته د یو لړ فرمانونو، لارښوونو او مکتوبونو له لارې په سیستماتیک ډول د ټولو افغانانو، د هغو کسانو په ګډون چې د اسلام متفاوت تفسیر لري، مذهبي ازادي محدوده کړې او د سني مذهب شدید تفسیر پلی کوي.

په همدې حال کې یوه شیعه عالم د خپل نوم د نه افشا کولو په شرط په افغانستان کې د سږ کال د محرم مراسمو بندیزونو ته په اشارې سره ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د شیعه ګانو مذهبي راتلونکی له ننګونو او خطر سره مخ دی.

هغه وویل: "دا مسئله کولای شي په افغانستان کې د شیعه‌ګانو راتلونکی تیاره او نامعلومه وښيي او مذهبي راتلونکی له خنډ سره مخ کړي. د محرم د پروګرامونو د ازادۍ او د مذهبي محدودیتونو د نشتوالي خبرې راپورته کېږي، خو عملاً لیدل کېږي چې د دې ازادیو کوم خبر نه شته."

د طالبانو حکومت سږ کال د محرم په میاشت کې د شیعه ماتم کوونکو له‌خوا په ځینو جوماتونو او تکیه خانو کې پر ډله ییز تګ راتګ، لویو غونډو او د مراسمو په ترسره کولو یې د دوی په وینا د امنیت د ټینګولو لپاره بندیز لګولی.

د افغانستان د شیعه علماوو شورا هم د محرم میاشتې، له ماتم کوونکو وغوښتل چې د محرم په ورځو کې په سړکونو د ډله ییز تګ راتګ او پروګرامونو څخه ډډه وکړي.

د ازادی راډیو خبریال وغوښتل چې د مذهبي ازادۍ په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو نړبوال کمېسیون د ادعاوو په اړه د طالبانو نظر هم ولري، خو د ویاند مرستیال یې بلال کریمي پوښتنې ځواب نه کړې.

خو تر دې وړاندې د طالبانو حکومت چارواکو تل ټینګار کړی چې په افغانستان کې مذهبي ازادي خوندي ده.

د بشري حقونو یوه فعاله مينه رفیق وايي، مذهبي ازادي یو له بشري حقونو څخه ده چې باید په افغانستان کې تامین شي او ښځو ته د ژوند کولو اجازه ورکړل شي.

رفیق وویل: "موږ نه شو کولای چې د دین او مذهب مسئله د بشري حقونو له مسئلې څخه جلا کړو. په افغانستان کې شیعه او سني مذهبونه شته او مذهبي ازادي د دوی بشري حق دی چې باید ورته ورکړل شي. په افغانستان کې د ټولو وضعیت خراب دی په ځانګړي توګه د ښځو، د دوی له حقونو څخه په بشپړه توګه سرغړونه کېږي او له دوی څخه د ژوند کولو حق اخیستل شوی."

د مذهبي ازادۍ په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو نړبوال کمېسیون د دې هېواد بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې افغانستان دې د مذهبي ازادۍ په سیستماتیک، پرله‌پسې او سختو سرغړونو کې د ګډون لپاره د مذهبي ازادۍ په برخه کې د ځانګړې اندېښنې وړ هېواد په توګه وپېژني.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د جعفري فقهې پر ځای د حنفي فقهې پر تدریس د ټینګار او په محکمو کې د هغې د نه کارولو او همدارنګه د محرم په مراسمو کې د محدودیتونو لګولو راپورونه خپاره شوي وو چې د مذهبي محدودیتونو د لګولو په اړه یې غبرګونونه راپارولي وو، خو طالبان دا ډول ادعاوې ردوي.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин: в ТиНАО создадут новые управы районов





Москва

Стоматолог Татьяна Сумцова: какие зубные пасты вредны для зубов


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Московскому метрополитену исполнилось 89 лет



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Желдорреммаш

На заводах АО "Желдорреммаш" внедряется автоматизированная система по рекламационно-претензионной работе “Астрея”




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Звезды спорта. Кто они такие и почему их так называют?

Инсайты, стратегии и нетворкинг для профессионалов: 21 июня пройдет ежегодный форум «Спорт и Бизнес»

В Подмосковье сотрудники ОМОН «Русич» Росгвардии приняли участие в церемонии открытия соревнований по дзюдо среди детей и подростков


Карен Хачанов

Хачанов проиграл Табило в 1/8 финала «Мастерса» в Риме



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Симферополь

В Пушкинский день театр кукол «Ульгэр» выступил в райцентре Ресрублики Бурятия: Россия и Культура, Дети



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России