Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2023

Новости за 03.02.2023

شنونکي: سیاسي ګوندونه او امنیتي ادارې باید د ناامنۍ ضد کړنلاره په ګډه جوړه او عملي کړي

Mashaalradio.com 

د روغتیا ادارې د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه وویل چې د ۵۹ ټپیانو درملنه د صوبې په بېلابېلو روغتونونو کې روانه ده چې پکې د اتو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی. له دې پرته لسګونه ژوبل کسان تر درملنې وروسته کورونو ته ستانه شوي دي.

بوسنیا کې د غواوو له خوشیانو برېښنا تولیدېږي

Mashaalradio.com 

په بوسنیا کې د غواوو یو داسې فارم دی چې هلته له خوشیانو نه برېښنا (بجلي) پیدا کېږي. د دغه فارم جوړوونکي وایي دوی په یو ساعت کې د غواګانو له خوشیانو نه دومره بجلي جوړوي څومره چې د یو کور د یوې میاشتې د بجلۍ لګښت وي. په دې اړه نور تفصیل د رویټرز اژانس په ویډیو کې.

کابل کې د نهه ولايتونو د لوبغاړو ترمنځ د تکواندو سيالۍ ترسره شوي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د نهه ولایتونو د څه باندې ۱۵۰ لوبغاړو تر منځ د تکواندو سیالۍ شوي. د تکواندو د ملي فدراسیون چارواکو ویلي، دا سیالۍ یې د تکواندو د ملي ټیم د پخواني سر روزونکي کوریايي ماستر مین سین هاک د هڅو د درنښت په خاطر د هغه په نوم پلان او ترسره کړي. په دې سیالیو کې اتل لوبغاړي د تکواندو د فدراسیون په رده بندي کې ځای پیدا کوي چې بیا په نورو سیالیو کې د ګډون چانس ترلاسه کولای شي. مین سین هاک څو کاله د افغانستان د تکواندو د ملي ټیم سر روزونکی وو او د هغه د هڅو په مټ روح الله نیکپا وتوانېد په بیجینګ... Читать дальше...



خېبر پښتونخوا کې د ترافيکي پېښې له امله ۱۷ کسان مړه شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د خیبر پښتونخوا په کواټ کې په یوه ترافیکي پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ کسان مړه شوي دي. د کواټ د پولیسو ویاند فضل نعیم تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، یو مساپر وړونکی (فلاینګ کوچ های اېس) ګاډی په تونل کې له بار وړونکې لارۍ سره لګېدلی. په پېښه کې د نعیم په خبره اولس کسان مړه شوي او یو تن ټپي دی. دی وايي، د مرستندویه ادارې کارکوونکي سمدستي د پېښې ځای ته ورسېدل او ژوبل کس او د وژل شویو جسدونه یې د کواټ لوی روغتون ته ولېږدول. د پاکستان دولتي خبري اژانس وايي، مساپر وړونکی ګاډی له لکي مروته د پېښور پر لوري روان وو چې د پېښې ښکار شو. Читать дальше...

د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه د منير اکرم څرګندونې له پښتني کلتور سره تړاو لري؟

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د امریکا د دفاعي پوهنتون استاد علي احمد جلالي له پښتنو سره د طالبانو د افراطي اعمالو د تړلو ادعا ردوي. نوموړی په عین حال کې وايي، پاکستان، چې د ستراتیژیک عمق لپاره د طالبانو ملاتړ کاوه، اوس په خپله د طالبانو او نورو سختدریځو ډلو په ستراتیژیک عمق بدل شوی دی. ښاغلي جلالي دا خبرې له عصمت څاروان سره په مرکه کې وکړې. په په پیل کې د دې پوښتنې په اړه چې په ملګروملتو کې د پاکستان د سفیر منیر اکرم د دې خبرې په اړه څه وايي چې د طالبانو له لوري د ښځو د تعلیم او... Читать дальше...

صالح: پاکستان د افغانستان له وضعيت ډېره ناوړه استفاده وکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي څرګندونو ته غبرګون ښودلی. نوموړي پاکستان په دې تورن کړ چې، د افغانستان له حالاتو یې خورا ناوړه استفاده وکړه او د ای ایس ای تر څارنې لاندې مدرسو کې یې افغان هلکان، چې اکثره یې پښتانه وو، د عصري توب او زده‌کړو خلاف و روزل. په ملګروملتو کې د پاکستان سفیر منیر اکرم د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې وویل،  د طالبانو له لوري د ښځو د زده‌کړو او تعلیم مخالفت د پښتنو له کلتور سره تړاو لري. د منیر اکرم دا څرګندونې د... Читать дальше...

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير بغداد ته سفر کړی

Pa.azadiradio.com 

د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین د خپل هېواد او سعودي عربستان ترمنځ د همکاریو د زیاتېدا غوښتنه وکړه. ده دا غوښتنه پرون (پنجشنبه) په بغداد کې د سعودي له باندنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړه. د عراق د بهرنیو چارو وزیر بغداد ته د خپل سعودي ساري سفر مهم وباله او ویې ویل دا سفر په داسې وخت کې شوی چې په سیمه کې ګڼې ننګونې شته. د سعودي د بهرنیو چارو وزیر په عراق کې د خپل هېواد د شرکتونو له لوري پانګونې ته چمتووالی وښود. عراق له ډېرې مودې راهیسې له اقتصادي ستونزو سره... Читать дальше...

سيګار: د طالبانو له بياځلي واک وروسته امريکا د افغانستان لپاره ۸مليارده ډالر ځانګړي کړي دي

Pa.azadiradio.com 

سيګار وايي، د طالبانو له بياځلي واک وروسته امريکا د افغانستان لپاره ۸مليارده ډالر ځانګړي کړي دي. سیګار یا په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د ځانګړي سرمفتش دفتر، کانګریس ته په خپل نوي درې میاشتني راپور کې ویلي، د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان په تړاو ۸ میلیارد ډالره مهیا کړي چې د دې پیسو ډېره برخه افغان اتباعو یا کډوالو ته ځانګړې شوې ده. د سیګار په راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو راغلي، په دې پیسو کې د افغانستان بانک هغه درې نیم ملیارد... Читать дальше...



د سرې مياشتې ټولنه: د ۱۱زره په زړه سوري ماشومانو د درملنې هڅه کوو

Pa.azadiradio.com 

افغاني سره میاشت ټولنه وايي، یوولس زره په زړه سوري ماشومان یې ثبت کړي او هڅه کوي چې په هېواد کې دننه یا بهر یې درملنه وکړي. د دې ټولنې ویاند عرفان الله شرفزوی تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، له ۲۰۰۸ څخه تر اوسه پورې په هېواد کې دننه او بهر د ۱۳ زره ماشومانو د سوریو زړونو درملنه شوې ده. د ده په وینا، دا پروسه د یوه کال په مخه درېدلې وه خو له تېرو ۵ میاشتو راهیسې بیا پیل شوې ده. شرفزوی وايي، په تېرو ۵ میاشتو کې د کابل په ۶ روغتونونو کې ۱۸۴ تنه تداوي شوي او کورونو ته تللي، خو په دې موده کې ۱۱ زره... Читать дальше...

د پروان په سیدخېل ولسوالۍ کې د چاودنې له امله يو تن وژل شوی دی

Pa.azadiradio.com 

د پروان ولایت په سیدخېل ولسوالۍ کې چاودنې یو تن وژلی دی. په پروان ولایت کې طالب چارواکو وویل چې، دا پېښه د پنجشنبې په سهار د سیدخېل ولسوالۍ په رسول داد خېل سیمه کې وشوه. د طالبانو د پروان والي ویاند سیدحکمت الله شمیم ازادي راډیو ته وویل، چې د دې پېښې په تړاو د وژل شوي کس زوم او زوی نیول شوي او پوښتنې ورڅخه پیل شوي دي. تر اوسه پورې د دې پېښې انګېزه څرګننده نه‌ده.

هند په خپله کلنۍ بوديجه کې د افغانستان لپاره ۲۰مليونه روپۍ ځانګړې کړي دي

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د هند له لوري د خپل هېواد د ۲۰۲۳ کال په بودجه کې افغانستان ته د ۲۰ملیون روپیو د ځانګړي کېدو هرکلی وکړ. د هند د مالیې وزیر نیرمالا سیتارا مان د چهارشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې وویل، دا پیسې یې د افغانستان انکشافي چارو ته اختصاص کړي دي. هند د خپل هېواد د تېر کال په بودحه کې هم همدومره پیسې د افغانستان پرمختیايي چارو ته ځانګړې کړې وې. د طالبانو د قطر د دفتر مشر سُهیل شاهین پرون (پنجشنبه) هندي رسنیو ته وویل چې، دوی له افغانستان سره د هند د دې مرستې ستاینه کوي او لاور لري چې دا به د دوو هېوادونو د اړیکو له لا پراختیا سره مرسته وکړي.

د افغان نجونو د زده‌کړو په تړاو د منير اکرم څرګندونو ته د افغان او پاکستاني ساستوالو غبرګونونه

Pa.azadiradio.com 

په ملګروملتو کې د پاکستان د استازي څرګندونې د یو شمېر افغان او پاکستاني سیاستوالو او فعالانو له تُندو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي. په ملګروملتو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم ویلي چې، د طالبانو له لوري د نجونو د زده‌کړو مخنیوی د پښتنو له کلتور سره تړاو لري. د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ، افراسیاب خټک، د پاکستان د ملي جرګې د بهرنیو اړیکو رئيس محسن داوړ، د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح د سولې د نوبل جایزې د ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار او د تعلیم د حقونو مدافع ضیاالدین... Читать дальше...

محبوبه سراج: که د سولې نوبل جايزه واخلم دا به د ټولو افغان مېرمنو د مبارزې پايله وي

Pa.azadiradio.com 

د اوسلو د سولې څېړنیز انستیتیوت د افغان ښځو د حقونو د فعالې محبوبه سراج او د ایران د بشري حقونو د فعالې نرګس محمدي نومونه د نوبل د سولې د جایزې د کاندیدانو د نوملړ په سر کې راوستي دي. افغانستان په ځانګړي ډول د نړۍ یوازینی هېواد دی چې ښځې او نجونې د کار او تعلیم له حقه په‌کې محروم دي. له همدې کبله په داسې هېوادونو کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه مهمه ګڼل کېږي. په اوسلو کې د سولې د څېړنیز انستیتیوت مشر هینریک اوردل (Henrik Urdal) هم دې موضوع ته په اشارې ویلي، په افغانستان او ایران کې استبدادي حکومتونو... Читать дальше...

واشنګټن ټايمز: د امريکا مرستې د بشري ناخوالو د مخنيوي ترڅنګ د طالبانو رژيم هم تقويه کوي

Pa.azadiradio.com 

واشنګتن ټایمز ورځپاڼه: واشنګتن ټایمز ورځپاڼې له افغانستان سره د امریکا متحده ایالتونو د بشري مرستو پر څرنګوالي یوه مقاله خپره کړې ده. په مقاله کې لومړی د امریکا د مرستو پر سر د څار سیګار ادارې وروستي راپور ته اشاره شوې چې ویلي یې دي، د امریکا مرستې په دې سربېره چې د بشري ناخوالو مخه نیسي تر څنګ یې د طالبانو رژیم هم تقویه کوي. لیکوال د سیګار د مشر جان سوپکو وړاندیز ته اشاره کړې چې د امریکا فدرال چارواکي باید د امریکا د مرستو په پروګرام بیا کتنه وکړي او وګوري چې دوام یې ارزي که څنګه. د سیګار... Читать дальше...



Москва

XXIII Московский Пасхальный фестиваль проходит при поддержке Relax FM


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о программе развития туризма столицы до 2030 года



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Бато Багдаев

Бурятия, Россия, Дети, Концерт: Театр кукол Ульгэр в Улан-Удэ представит "Вальс Победы" к празднику




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о подготовке специалистов в спортивной сфере

«Кубок футбольных мам» прошел на стадионе «Москвич» в Лобне

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о чемпионате по профмастерству в авиастроении


Полина Михайлова

Россиянка Полина Михайлова стала чемпионкой Франции по настольному теннису



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


News Every Day

Tyson Fury vs Oleksandr Usyk undercard: Who is fighting on huge Saudi bill?



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России