Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2023

Новости за 03.08.2023

متقي له قطري استازي سره پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسئلو خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزارت له استازي سره پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسلو خبرې کړي دي. د متقي او مطلق القحطاني په خبرو کې ویل شوي چې په هره برخه کې باید همکاري دوام پيدا کړي چې د افغانستان د پراختیا لپاره ګټوره تمامه شي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې القحطاني د افغانستان اوسنی وضعیت د قناعت وړ بللی او د سیمې له هېوادونو یې غوښتي چې طالبانو سره تعامل وکړي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي. Читать дальше...

په باجوړ کې د وروستي خونړي برید د قربانیانو شمېر ۶۳ ته لوړ شوی

Pa.azadiradio.com 

د خیبر پښتونخوا د باجوړ سیمې د تېرې یکشنبې ورځې خونړي برید د قربانیانو شمېر ۶۳ ته لوړ شوی دی. اسوشېټېډپرېس خبري اژانس په روغتونونو کې د یوشمېر ټپيانو له مړه کېدو وروسته پرون چهارشنبه دغه شمېرې خپرې کړي دي. برید د یکشنبې په ورځ د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام پر یوه غونډه وشو چې مسوولیت یې داعش وسله‌والې ډلې ومانه. د پاکستان دصدر اعظم شهباز شریف په ګډون بېلابېلو چارواکو د ملامتۍ ګوته افغانستان ته نیولې، خو طالب چارواکو تازه په دې اړه څه نه دي ویلي. پخوا تر دې د طالبانو د بهرنیو... Читать дальше...

د افغانستان او قزاقستان ترمنځ درې ورځنۍ اقتصادي غونډه پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ درې ورځنۍ اقتصادي غونډه نن د اګست په درېیمه په استانه کې پيل شي. د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، ۱۵۰ تنه افغان چارواکي او سوداګر دغې غونډې ته بلل شوي دي. دغه وزارت ویلي، په دغو کسانو کې هېڅ داسې کس نه‌شته چې د نړیوالو له خوا دې د بندیزونو په لېست کې شامل وي. د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت بیا وایي، د دوی د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوی د افغانستان او قزاقستان د سوداګریزې نښلېدا دغې غونډې ته ورغلی دی. د دغه وزارت په وینا، د غونډې مقدماتي مراسم پرون چهارشنبه پيل شوي دي.

ایران کې د اعدامونو زیاتوالی؛ تېره یوه میاشت کې ۶۱ کسان اعدام شوي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بشري حقونو یو بنسټ چې مرکز یې په ناروې کې دی وایي، په روان ۲۰۲۳م کال کې د ایران دننه اعدامونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د ایران د بشري حقونو یوه بنسټ په ایران کې د اعدامونو پر روان بهیر نیوکه کړې او ویلې يې دي، ځینو مواردو کې د محکوم شوي کس شرایطو او نیت ته پام نه کېږي. دغه بنسټ پرون چهارشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، د روان میلادي کال له پيله ۴۲۳ کسان اعدام شوي چې د تېر کال همدې مودې پرتله ډراماتیک زیاتوالی ښيي. د اعلامیې له مخې یوازې تېره جولای میاشته کې ۶۱ کسان په ایران کې اعدام شوي دي. Читать дальше...

وسیم شينواري ولې په سپوږمۍ کې د افغان نجونو زده کوونکو لپاره ځمکه اخيستې؟

Pa.azadiradio.com 

یوه افغان ځوان وسیم شینواري چې په اسپانیا کې انلاین کاروبار کوي په یوه سمبولیک ګام کې په سپوږمې کې د افغان نجونو د ښونځي لپاره یوه نمره ځمکه اخیستې. هغه وایي، له دې اقدامه یې هدف دا دی چې نړۍ ته وښيي، د افغان نجونو لپاره تعلیمي شرایطو په برابرېدو کې مرسته وکړي. وسیم شینواري له 'لونر لینډ' کمپنۍ څخه په انلاین ډول دغه نمره اخیستې چې په وینا یې لګښت یې هم دومره ډېر نه دی. له نوموړي سره زمونږ همکار اسداله لودین مرکه کړې او په سر کې یې د دې سمبولیک ګام په اړه معلومات ترې غوښتي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو يې اورېدلی شئ... Читать дальше...

سرچینه: طالبانو په ننګرهار کې دوه نورې راډیوګانې هم بندې کړې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو امنیتي مسوولانو تر همیشه بهار راډیو تلوېزیون وروسته ننګرهار کې دوه نورې راډیوګانې هم پرون بندې کړې. له تېرو درېیو ورځو راهیسې په ننګرهار کې درې رسنیز بنسټونه د طالبانو د ځایي امنیتي مسوولانو له‌خوا تړل شوي دي. په لومړي ګام کې د تېرې دوشنبې په ورځ د همیشه بهار راډیو تلوېزیون ستډیوګانې بندې او په دویم هغه کې پرون چهارشنبه د نن او ځوانانو په نوم راډیوګانې هم بندې شوې. دغو درې واړه رسنیزو بنسټونو د اقتصادي ستونزو له کبله په جلال اباد کې په ګډه یوه حویلۍ کرایه کړې وه او خپلې خپرونې یې کولې. Читать дальше...

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟

Pa.azadiradio.com 

میامي هیرالډ: میامي هیرالډ ورځپاڼه لیکي، د اروپا لپاره د ناټو یوه پخواني قوماندان د دې سربېره د امریکا د متحد ایالتونو او طالبانو د خبرو اترو ملاتړ وکړ چې ځینو ته دا خبرې ښې نه ښکارې. د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټوماس وېسټ او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې رینا امیري په مشرۍ پلاوي د یکشنې او دوشنبې په ورځو د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو له استازیو سره وکتل. ټوماس وېسټ تر دې لیدنو کتنو وروسته په ټویټر کې ولیکل چې د طالبانو له پلاوي او افغان... Читать дальше...



Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» УЛУЧШАЕТ ЗАКОНЫ, управляет патентами и улучшает командное планирование в целях учёта интереса всего народа.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Шнуров

Певец Сергей Шнуров заявил, что бог велел Киркорову проклинать "Евровидение"




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Молитесь, друзья»: сын олимпийского чемпиона Ивана Стретовича погиб во время родов в Новосибирске

Охрана и безопасность. Как роботы и дроны работают на спортивных объектах?

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве


Юлия Путинцева

Путинцева вернулась после 0:6 и одержала важную победу



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Врач Сухорукова высказалась о пользе роллов



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России