د رغونې لپاره د سالنګ لارې تړل کېدل؛ بدیلې لارې کومې دي، موټر چلوونکي څه پکې وایي؟
د طالبانو د فواید عامې وزارت سر له ننه د سالنګ لویه لاره، د تونل او د دې لارې د رغیدو لپاره د مسافرو پر مخ بنده کړې ده. له افغانستانه رسنۍ راپور ورکوي، چې یوازې به د شپې په مخه لویو باري موټرو ته اجازه وي چې پر دې لارې تیر شي؛ هغه هم داسې چې په نوبت به ځي او یوه شپه به موټر له جنوبي سالنګه شمالي سالنګ ته ځي او بله شپه به برعکس له شماله جنوب ته حرکت کوي. د طالبانو د فواید عامې وزارت په وینا، مسافر به د شیبر کوتل او غوربند درې له لارې ځي راځي، خو دا لاره د سالنګ د لویې لارې په څیر پخه نه ده او کنډې کپرې ده. Читать дальше...