نېشنل: ۳۸۰۰ افغان څارانوالان او قاضیان خوندي ځای ته د لېږد جدي اړتیا لري
انټرسپټ: امریکايي انټرسپټ خپرونې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پخوانیو افغان څارنوالانو او وکیلانو ته د ورپېښ ګواښ په اړه یوه مقاله خپره کړې ده. په دې مقاله کې ادعا شوې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې لږ تر لږه ۲۹ افغان څارنوالان وژل شوي دي. انټرسپټ وايي، طالبانو کلونه کلونه څارنوالان تعقیبول او د هغوی د نیولو هڅې یې کولې. انټرسپټ خپرونې داسې وخت د طالبانو له خوا پخوانیو افغان څارنوالانو او یا هم مدافع وکیلانو ته د ورپېښ جدي ګواښ یادونه کړې چې د طالبانو رهبر هبتالله اخندزاده د بخښنې عمومي فرمان هم ورکړی دی. Читать дальше...