ترکي پانګوالو ته د ملا برادر ادعا؛ ټول افغانستان امن دی، پانګونه پکې وکړئ!
د طالبانو د حکومت په یوه اعلامیه کې د ملا برادر په حواله راغلي، چې حکومت یې د کانونو، کرنې، برېښنا، زیربنا، صنعت، مخابراتو، سوداګرۍ او نورو برخو کې د پانګونې لپاره اسانتیاوې برابروي او له پانګوالو څخه به هر راز ملاتړ کوي. ملا عبدالغني برادر په ترکیه کې د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ د بورډ له مشر نایل اولپیک سره کتلي. په دې غونډه کې د افغانستان او ترکیې د سوداګرۍ د شورا غړیو او یو شمېر سوداګرو هم حضور درلود. ملا برادر ادعا کړې، چې اوسمهال په ټول افغانستان کې امنیت تامین شوی دی. په دې ناسته کې... Читать дальше...