طالبانو په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت منع اعلان کړ
د طالبانو د حکومت عدلیې وزارت پرون چهارشنبې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت منع اعلان کړ. د طالبانو د حکومت د عدلیې سرپرست وزیر عبدالحکیم شرعي په کابل کې خبریالانو ته وویل چې ګوندونه شرعي اساس نه لري او فعالیت یې ګټه نه لري. شرعي وویل، تجربې ثابته کړې چې د افغانستان روانې بدمرغۍ د سیاسي ګوندونو له کبله دي. طالبانو دا بندیز په داسې حال کې اعلان کړ چې تراوسه پورې اساسي قانون نه لري او د حکومت د مشروعیت د مراجعو په اړه هېڅ راز وضاحت نه ورکوي. طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د نجونو او ښځو... Читать дальше...