Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2023

Новости за 30.08.2023

د امریکا په فلوریډا کې سلګونه زره خلکو ته خبرداری ورکړل شوی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو د فلوریډا ایالت والي ران ډې سانټیس په سلګونو زرو خلکو ته خبرداری ورکړی دی چې د توپان تر رارسېدو مخکې دې خوندي سیمو ته ځانونه وباسي. د فلوریډا والي دا غوښتنه له شاوخوا یو نیم میلیون کسانو څخه کړې چې اکثر یې سمندر ته په نږدې سیمو کې اوسېږي. له اټکلونو سره سم دا توپان چې د دوشنبې په ورځ له کیوبا څخه تېر شو، نن به د فلوریډا سواحلو ته ورسېږي. د دې توپان سرعت په ساعت کې یوسل او پنځه شپېته کیلومتره دی او تر دې دمه یې شېبه په شېبه سرعت پسې زیاتېږي. پروسږ کال په فلوریډا کې... Читать дальше...

امریکا په پاکستان کې د ازادو، شفافو او په وخت انتخاباتو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې ویکټوریا نولانډ په پاکستان کې د ازادو، شفافو او په وخت انتخاباتو غوښتنه وکړه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې وویل چې اغلې نولانډ د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني سره تر ټیلفوني مکالمې وروسته دا خبره وکړه. د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون د اګست په لومړیو کې ویلي وو چې د نوې سرشمېرنې پر اساس به انتخاباتي حوزې د ډسمبر په څوارلسمه مشخصې شي.

افغان ژورنالیستې او فعالې نرګس مومند حسنزۍ ته د سولې نړیواله جایزه ورکړل شوه

Pa.azadiradio.com 

د سویډن د سولې د نړیوالې جایزې کمېټې افغان ژورنالیستې او مدني فعالې نرګس مومند حسنزۍ ته د ۲۰۲۳ د سولې نړیواله جایزه ورکړه. اغلې حسنزۍ د دې جایزې د ترلاسه کولو په مهال وویل چې دا جایزه هغو نجونو ته ډالۍ کوي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې له زده کړو منع شوي دي. د سویډن د سولې د نړیوالې جایزې کمېټه هر کال د نړۍ په بېلابېلو برخو کې پنځو تنو هغو فعالانو ته جایزه ورکوي چې د سولې، د بیان د ازادۍ، د ماشومانو او نجونو د زدکړې په برخو کې یې هلې ځلې کړي وي. څلور نورې جایزې د سویدڼ، فرانسې، بریتانیا او امریکا... Читать дальше...



ملګرو ملتونو څه باندې ۸۰ زره افغانانو سره د نغدو پیسو مرسته کړې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونېسف د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸۰ زره افغانانو ته د نغدو پیسو مرسته ورکړې ده. دې ادارې پرون سې شنبې پر خپله ایکس پاڼه ولیکل، د نغدو پیسو مرسته میندو او پلرونو ته امکان برابروي چې هر هغه څه چې ماشومان او کورنۍ یې ورته اړتیا لري، رانیسي. د ملګرو ملتونو د دې ادارې پر اساس، دوی د روان ۲۰۲۳ په لومړۍ نیمايي کې تر ۸۰ زره ۶۰۰ ډېرو اړو افغانانو ته د نغدو پیسو مرسته ورکړې څو د کور ضروري شیان پرې واخلي.

احمد مسعود د روسیې په ولسي جرګه کې د عدالت ګوند له رییس سره کتلي

Pa.azadiradio.com 

د روسي رسنیو د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت د مخالفې جبهې مشر احمد مسعود د روسیې د دوما یا ولسي جرګې د روسیې عدالت ګوند له ريیس سرګي میرونوف سره کتلي دي.   د روسي سرچینو پر اساس، د ملي مقاومت جبهې مشر د روسیې د عدالت ګوند له مشر سره د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړي دي.   د روسیې د عدالت ګوند مشر او د دوما د فراکسیون ريیس میرونوف وویل چې روسیه د افغانستان د مځکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ او ملي حاکمیت ملاتړ کوي. د ملي مقاومت جبهې روسیې ته د احمد مسعود د سفر په اړه څه نه دي ویلي.

د ایران ولسمشر له ګاونډیو هېوادونو سره د اوبو د حق موضوع تعقیبوي

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر ابراهیم ريیسي پرون وویل چې له ګاونډیو هېوادونو سره د اوبو د حق موضوع تعقیبوي.   ريیسي چې یوې خبري غونډې ته غږېده، وویل د افغانستان لپاره د ده د ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قًمي خبرې او تعقیبي ناستې سبب شوې چې افغانستان ته د ایران پلاوی لاړ شي او د هلمند سیند د اوبو اندازه له نږدې وویني.   د ارزګان ولایت په دهراود کې د هلمند سیند په یوه سرچینه کې د ایران د تخنیکي پلاوي له لوري د اوبو د اندازې له کتلو وروسته کاظمي قمي ومنله چې سږ کال د اوبو اندازه د عادي او نورمال کلونو پرتله کمې دي. Читать дальше...

طالبان: هره ورځ له ایرانه افغانستان ته ۱۲ سوه افغان کډوال ستنېږي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د کډوالواو بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې له ایران څخه په متوسط ډول د ورځې ۱۲ سوه افغان کډوال په خپله خوښه یا په زوره افغانستان ته راګرځي. دغه وزارت پرون سې شنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د روانې سنبلې له لومړۍ تر اوومې پورې څه باندې ۸۵۰۰ کډوال هرات او نیمروز ولایتونو ته راغلي دي. ایران وايي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا یو نیم میلیون افغان کډوال دغه هېواد ته په غیر قانوني ډول ورغلي دي.

تخنیکي ستونزې؛ بریتانیا ته الوتنې له خنډ سره مخامخ شوي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا د هوايي ترافیک په سیستم کې د تخنیکي ستونزې له کبله دغه هېواد ته الوتنې له خنډ سره مخامخ شوي دي. د بریتانیا حکومت پرون سې شنبې وویل چې د هوايي شرکتونو په همکارۍ هڅه کوي چې هغه مسافر ژر بېرته خپل هېواد ته راولي چې په هوايي ترافیک سیستم کې د رامنځته شوي خنډ له کبله په بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې بند پاتې شوي دي. اټکل کېږي چې په بریتانیا کې د الوتنو په سیستم کې رامنځته شوې ستونزه څو ورځې نور دوام وکړي. دا ستونزه په داسې حال کې پېښه شوې چې په اروپا کې د دوبي رخصتۍ په پای ته رسېدو دي... Читать дальше...

ابزور ورځپاڼه: برېتانیا له افغان او اوکرایني پناه غوښتونکو سره توپیري چلند کوي

Pa.azadiradio.com 

د برېتانیا چاپ ابزور ورځپاڼه لیکي، د برېتانیا سنټرال بدفورد شایر سیمه کې په لسګونه هغه افغانان دېره دي، چې د طالبانو له وېرې له افغانستانه وتلي دي. خو په همدغه سیمه کې په لسګونو اوکراینیانو پناه اخیستې ده. د ورځپاڼې په ټکو، شمیرې ښيي چې په دغه سیمه کې ۴۹ افغانان ژوند کوي. ورځپاڼه زیاتوي،دا شمېرې په داسې حال کې خپریږي چې یوې خیریه موسسې د برېتانیا حکومت ته خبرداری ورکړی دی، چې دوی افغانان کډوال بې سرنوشته پرېښي دي. وړاندې لولو، واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته لندن د افغانانو د تخلیې او بیا میشتیدو لپاره دوه طرحې پلې کړې. Читать дальше...

د کرکټ اسیا جام سیالیو پیل؛ کومه لوبډله به اتله شي؟

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ اسیايي جام سیالۍ نن چهارشنبې د پاکستان او نیپال په سیالۍ پیلېږي. په دې سیالیو کې د اسیا ۶ پیاوړې لوبډلې شاملې دي. پاکستان له هند او نیپال سره په الف او افغانستان له بنګله‌دېش او سریلانکا سره په ب ګروپ کې دی. افغانستان تر دې مخکې له بنګله‌دېش او سریلانکا سره څو ځلې مخامخ شوی او څو سیالۍ یې ورڅخه ګټلي دي. د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مرستیال روزونکی او د دغه ټیم پخوانی لوبغاړی رييس احمدزی وايي، د دې اسیايي کپ سیالۍ په داسې میدانونو کې کېږي چې د دې جام شپږ واړه ټیمونه ورسره بلد دي. Читать дальше...

ډبلیو ایچ او: افغانانو لپاره روغتیايي سیستم له جدي خنډونو سره مخامخ دی

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' وايي، افغانانو ته د ضروري طبي خدماتو د وړاندې کولو لپاره روغتیايي سیستم له جدي خنډونو سره مخامخ دی. د روغتیا نړیوال سازمان دا خبره په داسې حال کې کوي چې د ملګرو ملتونو یوې بلې ادارې، د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې سږ کال یې ۲۷ ټنه طبي مرسته افغانستان ته رسولې ده. د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان پرون سې شنبې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، له کافي بودیجې پرته به ۳ زره ښځې او نجونې د ښځو له عاجلو تخصصي خدماتو محرومې شي. د روغتیا نړیوال سازمان زیاتوي، په... Читать дальше...



Москва

Lipatov Sound заявил о выходе нового трека “Red City”


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Певица

Певица Кристина Агилера в боди вышла на сцену после похудения




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Шушумагия» и «Команда МАТЧ» – в топ-25 мультсериалов на «Кинопоиске»

Чья компания сильнее всех?

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве


ATP

Казахстанец совершил фантастический рывок в рейтинге ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Киев

Зеленский объяснил, почему не хочет приглашать РФ на «саммит мира»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России