رسنۍ: امریکا د خپلو زرګونو افغان کارکوونکو د پناه غوښتنې لا نه دي منلي
له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د بشپړ وتلو دوه کاله پوره شول، خو د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې متحده ایالتونو د خپلو زرګونو افغان کارکوونکو د پناه غوښتنې لا نه دي منلي. د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوه راپور له مخې چې پرون چهارشنبه یې خپور کړی، په امریکا کې ۱۹ زره افغان کډوال لا هم ډاډه نه دي چې د پناه غوښتنې به یې منل کېږي او که نه. دا د هغو شاوخوا ۷۶ زره افغانانو له ډلې دي چې امریکا د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته له افغانستانه تخلیه کړي دي. د ۲۰۲۱ کال د اګست په دېرشمه نېټه د امریکا وروستي... Читать дальше...