اشیز په مساوي توګه پای ته ورسېده او د انګلستان دوه لوبغاړو تقاعد هم اعلان کړ
د انګلستان او اسټرالیا ترمنځ د اشیز لوبلړۍ وروستۍ سیالي هم د جولای په ۳۱مه نېټه د لوبې په پنځمه ورځ د کوربه انګلستان په بري سره پای ته ورسېده.
یاده سیالي د لندن په اوول لوبغالي کې پيل شوې وه چې اسټرالیا ونه کړای شول د انګلستان د ۳۸۴ منډو هدف پوره کړي، دوی دغه سیالي د ۴۹ منډو په توپير وبایلله.
د اشیز د ټېسټ سیالیو په یادې لوبلړۍ کې لومړنۍ دوه سیالۍ مېلمه اسټرالیا وګټلې، خو په درېیمې سیالۍ کې د انګلنډ لوبډلې بری وموند.
د دواړو لوبډلو ترمنځ په مانچسټر ښار کې څلورمه ټېسټ سیالي په مساوي توګه پای ته ورسېده.
په یادې سیالۍ کې د انګلستان لوبډله برلاسې وه، خو د لوبې په څلورمه او پنځمه ورځ شدید ورښت له انګلستان د بریا هیلې واخیستې.
د دې لوبلړۍ پنځمه سیالي د لندن په اوول لوبغالي کې د جولای په ۲۷مه نېټه پيل شوه، دا ځل اسټرالیا پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.
انګریزانو په دواړو پاڼیو کې ۲۸۳ او ۳۹۵ منډې وکړې، خو اسټرالیا چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې ۱۲ منډې مخکېوالی هم درلود، په دویمې پاڼۍ کې تر ۳۳۴ منډو جوړولو وروسته خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.
د دې سیالیو په وروستیو کې د انګلستان چټک توپ اچونکي سټواټ براوډ په ناڅاپي توګه له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دا یې وروستۍ نړیواله لوبه ده او تر دې وروسته به هېڅ ډول نړیوال کرکټ نه کوي.
براوډ که څه هم په دې سیالۍ کې ۴ لوبغاړي وسوځول، خو په ورستیو کې دوه مهمې ویکټې واخیستې چې له امله یې انګلستان دا لوبلړۍ په برابره توګه بشپړه کړه.
براوډ په ټېسټ کرکټ کې ۶۰۴ ویکټې اخستي او دا تر جیمي انډرسن وروسته دویم چټک توپ اچونکی دی چې دومره ویکټې یې سوځولي دي.
که څه هم په ټېسټ کرکټ کې براوډ یو له بریالیو توپ اچونکو شمېرل کېږي، خو په لومړي ځل د ۲۰۰۷ کال په شل اوریز نړیوال جام کې هندي یوراج سینګ پرې په یوه اور کې شپږ شپږیزې وهلې وې چې هغه ریکارډ اوس هم د یوراج په نوم ثبت دی.
دغه راز د دې سیالیو په پای کې بل انګلش لوبغاړي معین علي هم وویل چې دا یې وروستۍ ټېسټ سیالي ده.
هغه یو وار وړاندې هم له ټېسټ سیالیو تقاعد اخستی و، خو د دې اشیز تر پیل وړاندې ترې هیله شوې وه چې دا لوبلړۍ هم د انګلستان لپاره ترسره کړي.
علي چې الراونډر لوبغاړی دی په ټېسټ کرکټ کې یې تر ۳۰۰۰ زیاتې منډې او تر ۲۰۰ زیاتې ویکټې اخیستې دي.
د ویلو ده چې د دې اشیز د وروستۍ سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه کریس ووکس او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه بیا میچل سټاک او کریس ووکس په شریکه وګټله.