Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2023

د کډوالو شورا؛ پاکستان تر ۵ سوو زیات کډوال افغانستان ته واستول، نور هم وباسي

0
 د کډوالو شورا؛ پاکستان تر ۵ سوو زیات کډوال افغانستان ته واستول، نور هم وباسي

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا وايي، په وروستیو کې له پاکستانه ۵۳۰ افغان کډوال وېستل شوي او افغانستان ته اړول شوي دي.

د دې شورا د دې شورا د عامه اړیکو مسول څارنوال عبدالبصیر وصال ازادي راډيو ته وویل دا هغه افغانان وه، چې په پاکستان کې یې د اوسېدو د قانوني اسنادو موده پای ته رسېدلې وه.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "یو کال کیږي چې زیات شمېر افغانان چې امریکا ته د تګ کیسونه لري پاکستان ته د کارونو د پرمختګ لپاره دغه هیواد ته راغلي دي، دوی پي یو پي دوه او یو شمېر یې ایس ای وي کیسونه لري خو په کارونو کې یې هېڅ پرمختګ نه دی شوی، دلته افغان کډوال ګڼې ستونزې لري، دوی ټول ډېر په اندېښنه کې دي، په وروستیو کې چې کوم افغانان د پاکستان د دولت له لوري نیول شوي وو ۵۳۰ کسان یې بیرته افغانستان ته استول شوي دي د قانوني اسنادو د نه درلودلو له امله."

دی وايي په پاکستان کې مېشت دغه افغان کډوال له دې امله سختو ذهني ستونزو سره مخ دي، ان دا چې په تېره جوزا میاشت کې په اسلام اباد کې مېشتو دوه افغان کډوالو د بې برخلیکۍ له امله ځانونه ووژل.

ښاغلی وصال وايي، دا ډېری هغه افغانان دي چې بل هېواد ته د تګ لپاره خپل کیسیونه مخته بیايي او د اړوندو هیوادونو له خوا د کیسیونو د مراحلو د بشپړولو د پڅ بهیر له امله یې په پاکستان کې د استوګنې د ویزو وخت پوره شوی دی.

افغان کډوال احمد افغان چې په اسلام اباد کې مېشت دی وايي نږدې یو نیم کال وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه پاکستان ته په دې هیله کډوال شو، چې زر به له دې ځایه امریکا ته ووېستل شي خو وايي د اتلس میاشتو په تېرېدو یې لا هم د پي یو کیس برخلیک نه دی معلوم.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل چې په وروستیو کې د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې د پولیسو له لوري یو شمېر نیول شوي افغانان له پاکستانه وېستل شوي او افغانستان ته اړول شوي دي، او دې عمل په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو اندېښنې لا پسې زیاتې کړي دي.

دغه کډوال وویل: "زموږ اندېښنه داده که پاکستان د پي یو او پي دوه کیس لرونکي له پاکستانه وباسي او افغانستان ته یې ډیپورټ کوي، نو هلته حاکم نظام یانې طالبان زموږ کاري سابقه ورسره پرته ده، نو خامخا به دوی د طآلبانو له لوري نیول کیږي او وژل کیږي به."

په پاکستان کې یوه بله مېشته افغانه کډواله چې نه غواړي په دې راپور کې یې نوم خپور شي هم ورته کیسه لري.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "پاکستان غواړي چې دلته مېشت هغه افغان کډوال چې امریکا ته د تګ کیسونه لري ډیپورټ کوي، نو دا خو واضح خبره ده چې یو څوک خپل هر څه پرېږدي او له وطنه وځي خو سر ته یې خطر وي، نو موږ غوښتنه کوو چې باید موږ بیرته د مرګ خولې ته ورنکړل شوو."

سي این این خبري شبکې هم د دې موضوع په اړه راپور ورکړی.

سي این این په خپل راپور کې له داسې یو افغان کډوال سره چې امریکا ته د تګ کیس لري او په وروستیو کې پاکستاني دولت له خپلې خاورې ویستلي هم خبرې کړې دي.

دغه کس خپل نوم نه دی ښودلی خو ویلي دي چې اوس مهال په پټه له خپلې وړې کورنۍ سره په کابل کې ژوند کوي.

سي این این د هغه له قوله لیکلي دي:"دا ډېر سخت او خطرناک وضعیت دی، څومره خلک ووژل شول او څومره ورک دي، طالبان ښايي ما هم ونیسي، شکنجه مې کړي یا مې ښايي ووژني، پوهیږم چې دا کار کېدونکی دی."

 

که څه هم طالبانو تر دې وړاندې ویلي، چې په افغانستان کې د هیچا ژوند ته خطر نشته خو د بشري حقونو د بیلابیلو نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي د تېر جمهوري حکومت سرتیري، مدني فعالان، خبریالان، د بشري حقونو مدافعین او یو شمېر میرمنې د طالبانو د حکومت له لوري نیول شوي، شکنجه شوي او ان تري تم کړل شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل وروسته د متحده ایالاتو په مشري بیلابیلو هیوادونو له افغانستانه نږدې ۱۲۴ زره افغانان له خپل هيواده وویستل چې یوازې ۹۰ زره یې امریکا ته یوړل شول.

دغه شان له زرګونه نورو افغانانو سره چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی وو ژمنه وشوه، چې درېیمو هيوادونو ته ولاړ شي او لږ ترلږه له ۱۲ نه تر اتلس میاشتو وروسته به امریکا ته انتقال کړل شي.

خو دادی په پاکستان کې د یو شمېر افغان کډوالو اتلس میاشتې کیږي چې لا یې هم برخلیک نه دی معلوم.

دغه افغان کډوال له امریکا غواړي چې د دوی د کیسونو د څېړولو بهیر چټک کړي تر څو په دې هيواد کې له بې برخلیک توب، ځورونو او د پاکستان حکومت له خوا بېرته افغانستان ته له استولو او هلته امنیتي ګواښونو سره د مخ کېدو له اندېښنو وژغول شي.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников





Москва

Lipatov Sound заявил о выходе нового трека “Red City”


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Прокофьев

В Пекине Заслуженный коллектив России исполнил произведения Прокофьева и Шостаковича




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве

Чья компания сильнее всех?

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»


Новак Джокович

Новаку Джоковичу исполнилось 37 лет в Швейцарии | Виды спорта



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Новости 24 часа

"Возрождение интереса к народному искусству и ремеслам в современном мире"



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России