Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2023

د دوحې په غونډه کې پر کومو مسایلو ډېر تمرکز وشو؟

0
د دوحې په غونډه کې پر کومو مسایلو ډېر تمرکز وشو؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې امریکایي چارواکو د طالبانو د حکومت له پلاوي سره د دوحې په غونډه کې یوشمېر هغه برخې په نښه کړې چې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره باور زیاتوي.

د قطرپه پلازمینه دوحه کې د جولای په دیرشمه او یودیرشمه د دواړلو لورو ترمنځ خبرې ترسره شوې.

د امریکایي لوري د پلاوي مشري د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ، د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازي رینا امیري او د افغانستان لپاره د  امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر او د طالبانو له لوري د پلاوي مشري یې د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي کوله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغو خبرو په اړه بیګا ناوخته په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې امریکایي پلاوي په افغانستان کې د بشري بحران په اړه ژوره اندیښنه ښکاره کړه او هم یې د مرستندویه ادارو او د ملګروملتونو د ادارو له خوا د بشري اصولو له مخې د مرستو د دوام پراړتیا ټینګاروکړ.

د ملګروملتونو د مرستندویه ادارو د شمیرو له مخې، په دې هیواد کې په میلیونونه وګړي د خوړو په ګډون د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ دي.

د روغتیا نړیوال پروګرام یوه جګپوړي چارواکي په دې وروستیو کې وویل، چې په افغانستان کې ۱۶ ملیون وګړي نه پوهیږي چې د بل وخت ډوډۍ به له کومه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې امریکایي چارواکي له طالبانو وغوښتل چې له هغو تګلارو لاس واخلي چې په نتیجه کې یې په افغانستان کې د بشري حقونو، په تیره د ښخو، نجونو او د زیانګالو ټولنو وضعیت خراب شوی دی.

د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان بیا پرافغانستان واکمن شوي، له شپږم ټولګي پورته نجونې یې له زده کړو بې برخې کړي او په نادولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې یې ښځې له کارکولو راګرځولي دي.

طالبانو پر ښځو د سختو فشارونو په ترڅ کې تېره اونۍ په ټول افغانستان کې د ښځو سینګارخونې هم وتړلې چې ورسره په لسګونو زرو ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړي.

د طالبانو له پلاوي سره د دوحې په غونډه کې امریکایي چارواکو همدارنګه د نیونو، د رسنیو د ځپنې او پرمذهبي مراسمو د محدویتونو په اړه هم ژوره اندیښنه ښکاره کړې ده.

د اعلامیې له مخې، متحدو ایالتونو د افغانستان د خلکو د هغو غوښتو چې باید د حقونو یې درناوي وشي او د هیواد د راتلونکې د جوړولو لپاره یې غږ واوریدل شي، ملاتړ څرګند کړی دی.

نړیواله ټولنه د طالبانو سرپرست حکومت ټولشموله نه بولي او وایي هغه د افغاني ټولنې د ټولو پوړیو استازیتوب نه کوي، خو طالبان بیا هغه ټولشموله بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې امریکایي پلاوي په دوحه کې د افغانستان بانک او د افغانستان د مالیې وزارت له استازیو سره کتلي او د افغانانو د اقتصادي وضعیت او د بانکي سکتور په وړاندې د ننګونو په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.

د اعلامیې له مخې، امریکایي چارواکو هغو وروستیو معلوماتو ته هم پام اړولی چې په افغانستان کې روان ۲۰۲۳ کال د انفلاسیون د کمښت، د سوداګریزو توکو د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي ښکارندوي کوي.

په دې برخه کې نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي څارنې په نوي راپورکې چې پرون د جولای په ۳۱ یې خپورکړې هم ویلي چې په تیرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې د همدې کال پرتله انفلاسیون منفي و، د توکو عرضه کافي خو تقاضا کمه وه او له پنځوس سلنې زیاتې افغان کورنۍ د خپل معیشت اود  لګښتونو د پوره کولو په چاره کې له ستونزو سره مخ وې.

نړیوال بانک دغه راز ویلي، سره له دې چې په ۲۰۲۳ کال د سوداګرۍ کسرزیات شوی خو د دې کال له جنوري څخه ترجولای پورې د افغانۍ ارزښت د لویو اسعارو پروړاندې لوړشوی دی.

امریکایي چارواکي وایي چې په دې کتنه کې یې دغه راز داهم نوټ کړې چې طالبانو په دې اړه چې د افغانستان له خاورې به هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د متحدو ایالتونو او متحدینو پرضد یې د ګواښونو لپارواخلي، خپلو ژمنو ته دوام ورکړی او هم دواړو لورو د امنیت په برخه کې د طالبانو د کړو ژمنو د پوره کولو لپاره د هغوی پرهڅو خبرې کړي دي.

امریکایي پلاوي داهم منلي چې په افغانستان کې پرولسي وګړو په پراخو ترویستي حملو کې کموالی راغلی دی.

دې مسلې ته د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یوناما هم چې په تیرحکومت کې به یې تل په جګړو او د نا امنیو په پیښو کې د ملکي تلفاتو په اړه شمیرې خپرولې، تیره میاشت په یوه راپورکې پام اړولی او ویلي و چې په تیرو نژدې دوو کلونو کې چې طالبان پرافغانستان بیا واکمن شوي په دې هیواد کې کې نژدې یولس سوه ملکي وګړي وژل شوي او نژدې ۲۷۰۰ نورټپیان شوي دي.

د اعلامیې له مخې، امریکا چارواکو د دې غوښتنه هم کړې چې نیول شوي امریکايي اتباع دې له قید او شرط پرته خوشې ځکه په وینا یې دې مسلي د مثبت تعامل په وړاندې یولوی خنډ رامنځه کړی دی.

خو په دې اړه چې په اوس وخت کې څومره امریکایي اتباع له طالبانو سره بندیان دي څه نه دي ویل شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې په افغانستان کې د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې په برخه کې د طالبانو هڅو ته هم پام اړولی او ویلي یې دي چې متحدو ایالتونو هم دې ته پام کړی چې د کوکنارو پرکښت د لګول شوي بندیز په نتیجه کې د کوکنارو په تولید کې چې اوس یې د حاصلاتو وخت دی، د پام وړکموالی راغلی.

خو امریکایي چارواکو د تریاکو د پروسس او په لابراتوارکې د جوړو شویو مخدره توکو د قاچاق او پلور په اړه هم جدي اندیښنې ثبت کړي دي.

په هغې اعلامیه کې چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پرون د ورځې ناوخته خپره کړې هم په دوحه کې له امریکايي چارواکو سره په کتنه کې د دواړو خواوو ترمنځ د اعتماد جوړونې خبره شوې خو دغه راز ویل شوي چې له امریکایي لوري سره یې په دې غونډه کې د دې ترڅنګ د تورو لیستونو او بندیزونو د لیرې کولو، د افغانستان د اقتصادي ثبات، د مخدروموادو پرضد د مبارزې او بشري حقونو پر مسایلو خبرې کړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت وايي، چې د طالبانو د پلاوي ټینګار دا و، چې د اعتماد جوړونې لپاره تور لیستونه او بندیزونه باید لیرې او د افغانستان بانک زېرمې آزادې شي.

د طالبانو لسګونه مشران تراوسه د امریکا او د ملګروملتونو د امینت شورا د بندیزونو په فهرستونو کې دي او د افغانستان بانک ملیارډونو ډالره شتمني هم په بهرکې کنګل ده.

د طالبانود بهرنیو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ټویټر د دې خبرې ستاینه کړې چې د افغانستان پر بانکونو ډېری محدودیتونه لېرې شوي او معاملات یې اسانه شوي دي.

دې مسلې ته نړیوال بانک هم په وروستي راپورکې اشاره کړي او ویلي یې دي چې افغان سوداګرو په جون میاشت کې ویلي چې اوس له بانکونو د پیسو په اخیستو کې ښه والی راغلي.





Губернаторы России
Москва

Столичный мэр реорганизовал управы в ТиНАО





Москва

Воины-мясниковцы в годы Великой Отечественной войны 1941-1945 г.г.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: в ТиНАО создадут новые управы районов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Арутюнов

Сергей АРУТЮНОВ на своём сольном концерте в Государственном Кремлёвском Дворце презентовал дуэт с Родионом Газмановым. Артисты вместе исполнили хит “Люси”




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Подмосковье сотрудники ОМОН «Русич» Росгвардии приняли участие в церемонии открытия соревнований по дзюдо среди детей и подростков

Инсайты, стратегии и нетворкинг для профессионалов: 21 июня пройдет ежегодный форум «Спорт и Бизнес»

Семьи из Подмосковья поборются за выход в финал конкурса «Это у нас семейное»


Даниил Медведев

Медведев с трудом одолел 121-ю ракетку мира на турнире в Риме



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Глава Центробанка РФ: "Я вижу в ЦФА большой потенциал"



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России