په نایجر کې د کودتا رهبرانو د دغه هېواد فضايي حریم تړلی
په نایجر کې د کودتا رهبرانو پرون یکشنبه اعلان وکړ، چې دوی د دغه هېواد فضايي حریم تړلی دی. دا په داسې حال کې ده چې د افریقا د غربي هېوادونو اقتصادي اتحادیې یا ایکواس ټاکل شوی ضرب الاجل، چې غوښتنه یې کړې وه یا دې دغه رهبران بېرته قدرت انتقال کړي، که نه له پوځي یرغل سره به مخامخ شي، پای ته رسېدلی دی. د نایجر نویو واکمنانو په یوه اعلامیه کې ویلي، د یرغل د خطر له کبله چې ګاونډي هېوادونه په څرګنده ورته په چمتووالي بوخت دي، د نایجر هوايي حریم له یکشنبې تر بلې خبرتیا د هر ډول الوتکو پرمخ تړلی دی. ... Читать дальше...