Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2023

Новости за 13.08.2023

مولوي عبدالجبار: چې ملا هبت الله امر وکړي، پوهنتونونه به ژر نجونې محصلانې وغواړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سلاکار مولوي عبدالجبار وايي، چې پوهنتونونه د نجونو منلو ته چمتو دي خو د دوی د لوی مشر امر ته سترګې په لاره دي ځکه د نوموړي په وینا په دې اړه وروستۍ پرېکړه د ملاهبت الله اخوندزاده په لاس کې ده.  ښاغلي جبار چې له اسوشیتيدپریس خبري اژانس سره خبرې کولې، نه دي ویلي چې دا پرېکړه به څه وخت وشي. نوموړي ویلي، چې د طالبانو لوی مشر امر وکړ چې پوهنتونونه دې بند شي، بند شول او چې کله یې د خلاصولو امر وکړ نو په هغه ورځ به خلاص شي.  په تېرو دوو کلونو کې طالبانو لومړی... Читать дальше...

کندهار کې د معتادینو یو سل بستریز روغتون چمتو شوی

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان WHO وايي په کندهار ولایت کې یې په نشه يي موادو د روږدو کسانو د علاج سل بستریز روغتون یې بیارغولی او بدل کړی دی. د ملګرو ملتونو اړوند دې سازمان پر خپل ټویټر دا خبر ورکړی او ورسره لیکلي يې دي، چې دا کار یې د اروپايي ټولنې په ملاتړ ترسره کړی دی.  WHO وايي دا روغتون یې له هغو کسانو سره چې له اعتیاد څخه د خلاصون په حال کې دي د مرستې لپاره کړی دی. دې سازمان له مرستندویانو څخه هم مننه کړې، چې په افغانستان کې د مخدروموادو د کارولو له کبله د ناروغیو په علاج او د ذهني روغتیا په برخو کې مرسته کوي.

طالب چارواکی: پوهنتونونه د نجونو محصلانو ستنیدو ته چمتو دي، خو چې لوی مشر امر وکړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت یو سلاکار مولوي عبدالجبار وايي چې پوهنتونونه د نجونو محصلانو منلو ته تیار دي، خو د طالبانو د لوی مشر ملاهبت الله آخوندزاده فرمان ته سترګې په لاره دي، ځکه د نوموړي په وینا په دې اړه وروستۍ پرېکړه د هغه په لاس کې ده. ښاغلي جبار چې له اسوشیتيدپریس خبري اژانس سره خبرې کولې، دا ونه ویل چې دا پرېکړه به څه وخت وشي خو هغه زیاته کړه چې د طالبانو لوی مشر امر وکړ چې پوهنتونونه دې بند شي، بند شول او چې د خلاصولو امر یې وکړي نو په هغه ورځ به بېرته خلاص شي. نوموړی زیاتوي... Читать дальше...



تحریک انصاف ګوند سرپرست صدراعظم ته؛ رڼې ټاکنې غواړو

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د سرپرست صدراعظم څوکۍ ته له نومول شوي انوارالحق کاکړ څخه غوښتي دي چې عادلانه انتخابات ترسره کړي. ۵۲ کلن سناتور انوارالحق کاکړ چې د بلوچستان ایالت دی او په سیاسي ډګر کې ډېر پېژندل شوی شخصیت نه دی، پرون وروسته له هغه د دې دندې لپاره ونومول شو چې صدراعظم شهبازشریف او مخالف مشر راجا ریاض موافقه پرې وکړه. د کاکړ دنده به پر انتخاباتو څارنه وي. د تحریک انصاف ګوند بندیوان مشر عمران خان په دې انتخاباتو کې ګډون نه شي کولای ځکه د فساد په قضیه کې له حبس او نقدي جریمي سره یوځای... Читать дальше...

ناقانونه كډوالي؛ برېتانیا ته له فرانسې تلونکي ۶ افغانان سمندر کې مړه شول

Pa.azadiradio.com 

فرانسوي چارواکو پرون خبر ورکړ، چې د فرانسې او برېتانیا ترمنځ سمندرګي کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې شپږ کسان مړه شوي دي چې د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې ټول افغانان دي. دا افغانان له فرانسې څخه په غیرقانوني لاره برېتانیا ته روان وو. د دوی کښتۍ چې د اسوشیتیدپریس خبري اژانس د خبر له مخې تقریبا ۶۵ سپرلۍ یې درلودې د برتانیا په چینل یا مانژ سمندرګې کې ډوبه شوې او چارواکو د کښتۍ د ورکو مسافرو د موندلو لپاره هڅې پیل کړې دي. د فرانسې د ساحلي ښار بولون Boulogne مرستیال څارنوال فلیپ ساباتیر... Читать дальше...

مدرسې د مکتبونو پر ځای؛ طالبان ولې عصري زده کړې محدودوي او خپلې مدرسې زیاتوي؟

Pa.azadiradio.com 

"دا دیني مدرسې په ټوله کې د افغانستان په کچه جوړېږي، چې هره یوه کې به زر تنه شاګردان نیول کېږي." مولوي مطیع الله جواد د پنجشیر ولایت د پوهنې د ریاست له چارواکو څخه دی، چې له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې په روان کال کې په عنابې ولسوالۍ کې د یوې جهادي مدرسې د جوړېدو خبر ورکوي. نوموړی وایي: "ګورو چې څومره زده کوونکي جذبولای شو. څومره چې د زده کوونکو شمېر لوړېږي په همغه اندازه استادان به هم استخدام کړو." د طالبانو په حکومت کې د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب الله آغا سږکال کې په نورستان ولایت کې د... Читать дальше...

هندي کرکټر د افغان لوبډلې د توپ وهنې روزونکی شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ، هندی کرکټر میلپ پرادیپ کومار میوادا د هېواد د ملي لوبډلې د توپ وهنې د روزونکي په توګه ټاکلی دی.  کرکټ بورډ پرون په یوه بیان کې ویلي چې میوادا په سریلانکا کې د افغانستان رونیز کمپ ته رسېدلی دی څو افغان لوبغاړو ته له پاکستان سره د یوورځنیو لوبو د چمتووالي په چاره کې روزنه ورکړي.  د کرکټ بورډ بیان زیاتوي، چې میوادا د روزونکي په توګه ډېره تجربه لري. هغه د هند د حیدرآباد د ایالتي ټولنې د لوبډلو، د چاتیسګړ ایالت د سینګ لوبډلې او د جمو او کشمیر د کرکت د ټولنې لوی روزونکی پاتې شوی.

" نړۍ د فوټبال میدان کې هم افغانې مېرمنې له پامه غورځولې دي"

Pa.azadiradio.com 

د ایرش ټایمز ورځپاڼې یو مطلب خپور کړی چې سرلیک یې دی: نړۍ افغانې مېرمنې د فوټبال په میدان او له میدانه بهر له پامه غورځولي دي. د ورځپاڼې په ټکو، د افغان ښځو د فوټبال ټیم په استرالیا کې دی، خو نړیوال جام ته د رسیدو چانس يې له لاسه ورکړی دی. وړاندې لولو: پر افغانستان د طالبانو له بیا واکنمیدو وروسته تراوسه د نړۍ هیڅ هیواد د طالبانو حکومت د افغانستان د یو مشروع حکومت په توګه نه دی پیژندلی، خو د ورځپاڼې د لیکنې له مخې، په نړیواله کچه قدرت د قدرت طرفدار ده. ورځپاڼه لیکي، د افغانستان د نارینه وو... Читать дальше...



Москва

В Москве произошла драка с участием 15 человек, двое в больнице


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Джиган

Кто победил в шоу «Звезды»: падение Киркорова, подкол Джигана и высмеивание Кудрявцевой




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве

«Молитесь, друзья»: сын олимпийского чемпиона Ивана Стретовича погиб во время родов в Новосибирске

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»


WTA

Потапова проиграла на старте турнира WTA-500 в Страсбурге



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Хирург Хорошев: резкая боль в правой части живота указывает на аппендицит



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России