افغان تکواندوکاره 'ذکيه خدادادي' د اروپا اتله شوه
افغان تکواندوکاره ذکيه خدادادي د اروپا اتله شوه. په فرانسه کې مېشته دا افغان لوبغاړې د پاراتکواندو یا معلولو تکواندوکارانو په نړیوالو لوبو کې د اوکرایین او ترکیې لوبغاړې ماتې کړې او د سرو زرو مډال یې وګاټه. ذکیه خدادادي په ۴۷کیلو وزن کې اتلولي ته ورسېده. د اروپا د معلولینو په اتلولیزو سیالیو کې یو نیم زر لوبغاړو د ۵۵ هېوادونو په استازیتوب په لسو ورزشي رشتو کې برخه اخیستې. دا لوبې د اګست له اتمې د هالند په روتردام کې پیل شوي او تر ۲۰به دوام کوي.