چین د ډالر پر وړاندې د خپل پولي واحد د ساتلو هڅې پيل کړې
د چین دولتي بانکونو د ډالر په وړاندې د ایوان د ارزښت د لوېدو د مخنیوي هلې ځلې پیل کړي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په روان اګست کې د امریکايي ډالر په وړاندې د چین د ایوان ارزښت نږدې ۲ اعشاریه ۴ لوېدلی او د کال له پیله تر دې دمه ۶ سلنه ټیټ شوی دی. پرون (پنجشنبه) سهار د چین په بازارونو کې هر ډالر په څه باندې ۷ اعشاریه ۳ ایوان تبادله شو. په همدې حال کې، د چین دولتي بانکونو د ډالر په وړاندې د ایوان د ارزښت د لا کمېدو د مخنیوي لپاره ډالر بازار ته را ایستلي چې ایوان پرې رانیسي او په دې توګه یې د ارزښت د نورې کمېدا مخه ونیسي. Читать дальше...